۸صبح، فاریاب: په فاریاب کې ځايي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې یوه ځوان ځان ځړولی او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې دا ځوان شنبې سهار د لړم په ۲۸مه د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په شپږمه ناحیه کې ځان ځړولی دی.
د سرچینو په وینا، دا ځوان احسان الله نومېده او ۲۲ کلن و.
طالبانو ددې پېښې په تاییدولو سره د ځانوژنې لامل رواني ستونزه بللې ده.
د ویلو ده چې څو ورځې مخکې هم یوې ځوانې نجلۍ ددې ولایت په خان چهارباغ ولسوالۍ کې ځانوژونه وکړه او ژوند ته یې د پای ټکی کېښود.