۸صبح، نیمروز: په نیمروز ولایت کې ځایي سرچینې وایي چې طالبانو په دې ولایت کې له ترانزیتي موټرو باج اخلي.
سرچینې شنبې د لړم په ۲۸مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې په نیمروز ولایت کې د غرمې له دوولسو بجو وروسته د ترانزیتي موټرو له چلوونکو د اضافه کارۍ په نوم باج اخلي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو ډلې غړي له هغو موټرو چې له ایرانه د ورېښمو له لارې نیمروز ته راځي، باج اخلي.
یو موټر چلوونکی محمد ګل (مستعار نوم) وايي چې طالبان د غرمې له دوولسو بجو وروسته د اضافه کارۍ په نوم له هغوی باج اخلي.
د هغه په وینا، په داسې حال کط چې طالبان د سهار له اتو بجو د مازدیګر تر څلورو بجو کاري رسیمیات لري، خو له دوولسو بجو وروسته د ترانزیتي موټرو له چلوونکو درې سوه افغانۍ د اضافه کارۍ په نوم په زور ترې اخلي.
دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې هم د هرات ـ کابل لارې د سوداګریزو موټرو چلوونکو پر دغه لاره د طالبانو د باج اخیستو د زیاتوالي خبر ورکړی و.
د بار وړونکو موټرو د چلوونکو په وینا، د طالبانو له واکمنۍ مخکې د فراه په دوه لارې کې د لوړ تناژ یوه تله فعاله وه، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته دوې نورې تلې هم فعالې شوې دي.