۸صبح، هلمند: په هلمند کې ځایي سرچينې وایي چې ددغه ولایت قومي مشر حاجي آدم خان پوپلزی وژل شوی دی.
د ځایي سرچينو د مالوماتو له مخې، آدم خان په بې رحمۍ سره وژل شوی، او مړی یې تېره ورځ د ليندۍ په اوومه د اوبو یوه څاه ته نږدې موندل شوی دی.
د سرچينو په وینا، د هلمند دا قومي مشر له یوې اونۍ راهیسې ورک شوی و او په اړه یې هېڅ مالومات نه وو.
په هلمند کې طالبانو تراوسه ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې په هلمند کې د دغه ډول وژنو په اړه راپورونه خپاره شوی دي. ډېری دا پېښې له څېړنو پرته هېرېږي.