د چین ولسمشر شي جینپینګ به د عربستان له چارواکو سره د لیدنې لپاره د دغه هېواد پلازمینې ریاض ته سفر وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې تمه کېږي، چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان چهارشنبه د ډسمبر پر ۷ ریاض کې په ښه توګه د شي جینپینګ هرکلی وکړي.
د چین له ولسمشر سره د سعودي عربستان د چارواکو د لیدنې موخه له بیجینګ سره د سوداګرۍ زیاتوالی، د سیمهییز امنیت په اړه بحث او له سترو ځواکونو سره د اړیکو پراختیا ده.
ویل کېږي، چې د سعودي عربستان حکومت د سترو ځواکونو له نویو واقعیتونو سره سم د دغه هېواد د بهرني سیاست د بدلون په هڅه کې دی.
امریکا، چې څو لسیزې د سعودي عربستان د امنیت اصلي تضمینونکې وه په فارس سمندرګي کې یې د بسټیزونو پروژو په برخه کې د چین د ګډون له زیاتوالی اندېښنه څرګنده کړې ده.