۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، چې د دغه هېواد له پخوانی ولسمشر حامد کرزی سره یې کتلي دی.
هغه چهارشنبه د ليندۍ پر ۱۷ یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د خپل سفر په لړ کې یې په دوبۍ او ابوظبۍ کې د حامد کرزي په ګډون له افغان سیاسي مشرانو سره کتلي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ويلي: « خوښ یم چې ولسمشر کرزی وتوانید له افغانستانه بهر ته سفر وکړي.»
وېسټ دغهراز خوښي څرګنده کړې، چې له خپلو همکارانو يې اورېدلي، چې له طالبانو د افغان ولس غوښتنه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوى او د هېواد د راتلونکي په تړاو د ملي خبرواترو پيلېدل دي.
نوموړي په یوه ټویټ کې په دوبۍ کې له افغان سوداګرو سره د کتنې خبر هم ورکړی او ويلي يې دي، چې د ننګونو په هکله مفصل بحثونه روان دي او دغه راز د بانکوالو، د ودانيزو چارو د لېوالتيا لرونکو او متشبثینو لپاره پرمختګونه رامنځته شوي دي.
د هغه په وينا، بانکي اړيکې لا هم يوه ننګونه ده چې د مالي او پولي سياستونو او د طالبانو د کارکوونکو ښه کېدو ته اړتيا لري.
هغه له سوداګريزې ټولنې غوښتي، چې ښوونځيو ته د نجونو او کار ته د ښځو د بېرته ستنېدو دفاع وکړي.
د يادونې وړ ده، چې حامد کرزي ته د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په لومړي ځل له افغانستان د وتلو اجازه ورکړل شوه او ویل کیږي، چې د هغه د سفر وروستۍ موخه جرمني ته تلل دي.