د ښځو مسله، چې د افغاني ټولنې یوه تر ټولو زیان منونکې طبقه بلل کېږي تل د کورنیو او بهرنیو څېړونکو له خوا پرې بحث شوی. د طالبانو له راتګ او د ښځو پر وړاندې د سختو بندیزونو له لګولو سره دا مسله نوره هم توده شوې او تقریباً یوه لویه ستونزه ګرځېدلې ده. په دې برخه کې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ولې په افغانستان کې د ښځو په اړه بدبینه نظر وجود لري؟ د هغې ریښې او عوامل څه دي؟
په لاندې برخه کې به هڅه وکړم چې په کورنۍ او ټولنه کې د افغان میرمنو د محرومیت ریښې په لنډه توګه وڅیړم.
کورنۍ د ټولنی د اصلي بنسټ په توګه، په ټولنه کې د افرادو په روزلو کې مهم رول لوبوي. دا اداره هغه کوچنۍ ټولنه ده چې ماشومان باید د خوندیتوب احساس پکې وکړي او د هغې تر اغیز لاندې راشي. دوی د خپل ژوند تر پایه پورې د دغه تاثیر لرونکي وي. د ښځو په اړه په تاریخي لحاظ د ډېرو افغانو کورنیو په ذهنونو کې رامنځته شوی بدبینانه نظر د دې لامل شوی چې کورنۍ تر ډېره د ښځو ضد وي او د دغه نظر د دودولو په مرکز بدل شي. په افغانستان کې، په کورنیو کې د ننه د ښځو وقار د نارینه وو د تعصب او ناپوهۍ له امله اغیزمن کیږي چې د ښځو د حقونو او مساوي انساني ارزښتونو په اړه پوهاوی نلري او د کورنۍ د مشر په توګه د دود او رواج څخه د ترلاسه شوي حق په کارولو سره، دوی ښځې او نجونې دوه ګونی ظلم او ذلت سره مخ کوي او ډیری وختونه کورنۍ تاوتریخوالی رامنځته کوي. په ځینو کورنیو کې، د ښځو په وړاندې دا بدبینانه نظرونه دومره ژور دي چې آن د نارینه وو لپاره، د نجلی زیږون د شرم سبب کېږي.
د ښځو په وړاندې د دې بدبینانه نظرونو په جوړولو کې، ټولنه، کلتور، مذهبي باورونه او بې سوادۍ مهم رول لوبوي. د نجونو په اړه د کورنیو په منځ کې د ناسمو کلتوري رواجونو کارول دوی په مختلفو برخو کې محدودي کړي دي. موږ په وار وار له خپلو مشرانو، پلرونو او ميندو څخه په بېلابېلو ځايونو کې اورېدلي چې وايي: «ښې او دینداره ښځې او نجونې باید په کور کې پاتې شي.» همدا رنګه له ماشومتوب راهیسې ښځې او نجونې د کمزورو، عجیبو او کمترو انسانانو په توګه مونز ته تعریف شوي او دا جملې زموږ په غوږونو کې هر وخت پاتي دي چې نیکې او دینداره نجونې او ښځې هغه دي چې له کوره نه وځي، زده کړې نه کوي، کار نه کوي، غږ نه پورته کوي، په لوړ آواز نه خاندي او د خپل پلار او ورور په وړاندې چوپ پاتې کیږي. دا ټول باورونه او د چلند نمونې د دودیز کلتور څخه سرچینه اخلي چې د وخت په تیریدو سره دود شوي، او ماشومان د دې انګیرنو تر اغیز لاندې لوییږي چې د مور او پلار لخوا دوي ته لېږدول کېږي. د دې اغیز انعکاس په ټولنه کې د خلکو په چلند کې روښانه لیدل کیدی شي.
د دین له نظره هم په ټولنه کې د ښځو په اړه بېلابېل نظرونه وجود لري. دا توپیرونه په عمده توګه د حجاب، تعلیم او له کوره بهر د ښځو د کار په برخه کې مطرح کېږي. د ځینو سخت دریځو په آند ښځه له کوره بهر د زده کړې او کار کولو حق نه لري او باید د کور په څلورو دیوالونو کې بنده پاتې شي او د کور چارې پرمخ یوسي. طالبان او یو شمېر افغانان هم ورته نظر لري. دلته یو ډیر انعطاف منونکی نظر هم شتون لري چې پکې میرمنې د زده کړې ، کار او نورو… حق لري، مګر په هغه مانا نه چې د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ټاکلې.
په افغانستان کې د شته بند او دودیز کلتور له امله ډېر کم شمير ښځې له کوره بهر په کار کولو توانېدلي دي. د ښځو لپاره له کوره بهر کار کول ډېر خطرناک او دروند کار ګڼل کېږي. ځکه چې د افغاني ټولنې جوړښت مرد سالار دی.
ښځې هم کله چې د کورنۍ څخه بهر چاپیریال ته ووزي له ډیرو ستونزو سره مخ کیږي. یو شمیر ښځې چې په ځینې برخو کې د کار کولو توان پیدا کوي، له هر ډول تعصب او ناوړه چلند سره مخ کېږي. لکه څنګه چې ټولنه د کورنۍ لوی شکل ګڼل کیږي، نو د هغې افراد د کورنۍ کلتوري بڼې څخه اغیزمن کیږي. که کورنۍ سالمه وي، ټولنه به هم سالمه وي. خو افغاني ټولنه د خپل پلرني فطرت له امله د ښځو په وړاندې ډیره متعصبه او بدبینه ده. له حجاب څخه نیولې تر نورو ډېرو مسایلو پوري په ټولنه کې ښځې تر پوښتنې لاندې راځي. طالبان هم د دې فکر تر اغېز لاندې دي. طالبان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي او پوهنتون ته ولاړ شي او کار وکړي. ځکه چې د ښځو په اړه د دوی بدبینانه نظر د ښځو په وړاندې محدودیتونه رامنځته کوي.
د هغه څه له مخې چې وویل شول، دې نتیجې ته رسېږو چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې خنډونه او محدودیتونه ژورې تاریخي، کلتوري او مذهبي ریښې لري چې د ښځو په وړاندې منفي او بدبینه ذهنیت رامنځته کوي او کورنۍ د دې افکارو په وده کې مهم رول لوبوي. د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونه د افغانستان له تاریخ او کلتور سره ژور تړاو لري. له همدې امله نه یوازې طالبان، بلکې د افغانستان خلکو هم د ښځو پر وړاندې د خنډونو په رامنځته کولو کې رول لوبولی دی. ځکه په هغه دوره کې چې طالبان په افغانستان کې واکمن نه وو، د افغان ښځو ډېر شمېر د زده کړې، کار او انتخاب حق نه درلود.
د ښځو او نجونو پر وړاندې د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره اړینه ده چې د ښځو په اړه ناسم نظرونه او باورونه له منځه یوړل شي. د افغانانو کلتوري باورونه باید سم شي او د ښځو د حقونو په اړه باید د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او نړیوالو قوانینو سره سم قوانین جوړ شي.