د طالبانو له لوري د ښځینه محصلینو پروړاندې د لوړو زدهکړو د دروازو د تړلو پروړاندې د اعتراضونو په دوام کې، دا ځل د کونړ دیني عالمانو غبرګون ښودلی دی. هغوی د طالبانو دغه کار له اسلامه ناخبري، د افغاني ارزښتونو خلاف او بزدلانه اقدام بولي.
شاوخوا یوه نیمه میاشت کېږي، چې د طالبانو له لوري د ښځینه محصلینو پر وړاندې د لوړو زدهکړو دروازې تړل شوې، چې په کور دننه او بهر یې توند غبرګونونه پارولي.
د طالبانو دغه پرېکړه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو تر تړل کېدو وروسته په تحصیلي برخه کې دویم تخریبي ګام بلل کېږي.
دیني عالمان وایي، د ښځینهوو پر زدهکړو بندیزونه پرېوتی عمل دی او د طالبانو دا ډول کړنې افغانستان د نړۍ د پرمختګ له کاروانه شاته کوي.
دیني عالم مولوي فضل مولا وايي، زدهکړې د اسلام مبین دین امر دی او باید هر مسلمان او هره مسلمانه په دیني او عصري علومو ځان سمبال کړي.
هغه له اوسنیو واکمنانو غواړي، چې نور دې په دې برخه کې خپلې ظالمانه پرېکړې بېرته واخلي او اجازه دې ورکړي، چې ښځینه محصلینې هم د نارینه وو په څېر ځانته برخلیک په خپله وټاکي.
نوموړي له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «طالبان ډېر کمزوری او ناسم کار کوي، چې د ښځو پر مخ د تعلیم او تحصیل دروازې تړي، دا خلک له اسلامه ناخبره دي او د دوی دا کار د افغاني ارزښتونو خلاف دی، طالبان باید ښځو ته اجازه ورکړي، چې د نارینهوو په څېر د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره خپله پرېکړه وکړي.»
یو بل دیني عالم مولوي سخي جان «مستعار نوم» وایي، اوسمهال افغانستان د نارینهوو ترڅنګ پیاوړو او لوستو ښځو ته اړتیا لري او نارینه له ښځو پرته په ټولنه کې ټولې ستونزې نه شي هوارولای.
مولوي سخي جان وایي، طالبان تش په خوله د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د زدهکړو د ژر پیلېدو خبرې کوي؛ خو په حقیقت کې پر ښځو د زدهکړو د بندېدو پلان لري او باید افغانان د دوی د دې موخې د شنډولو لپاره مبارزه وکړي.
دغه دیني عالم وايي، چې د طالبانو له راتګ سره د تېرو لسیزو ټولې لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شوې او خلک باید نور پټه خوله پاتې نه شي.
نوموړی وايي: «طالبان غواړي د اسلامي ارزښتونو د خوندي کولو په نوم ښځې له ټولنې ګوښه کړي؛ دوی خپله د اسلام په چوکاټ برابر نه دي، له کله چې طالبان راغلي افغانستان له نورو ملکونو لسګونه کلونه وروسته پاتې شوی او نور باید خلک د دوی پر وړاندې پاڅون وکړي؛ ځکه دوی د افغانستان د روښانه راتلونکي دښمنان دي.»
کونړ کې قومي مشران هم له دیني عالمانو سره په یوه نظر دي او وایي، که ټولنه کې د ښځو زدهکړو ته زمینه برابره شي، افغانستان به د پېړیو مزل لسیزو ته را لنډ کړي.
د نورګل ولسوالۍ قومي مخور محمد عظیم د اسلامي همکارۍ پر سازمان او نړۍوالې ټولنې غږ کوي، چې افغان ولس یوازې پرېنهږدي او د افغان ښځینه زدهکړیالانو په ملاتړ دې له طالبانو سره ديپلوماټیکې اړیکې پرې کړي.
د هغه په وینا، که طالبان خپلسرو پرېکړو ته پرېښودل شي، افغانستان به له نه جبرانېدونکي ناورین سره مخامخ شي.
دغه قومي مشر زیاتوي: «زه له اسلامي همکارۍ سازمان او نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوم، چې افغانان یوازې پرېنهږدي او په وطن کې د زدهکړو د پراختیا لپاره پر طالبانو فشارونه زیات کړي او له دوی سره ديپلوماټيکې اړېکې پرې کړي، که طالبان همداسې خپلسرو کړنو ته پرېښودل شي، سخته غمیزه به رامنځته شي.»
په دې وروستیو کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز ته نړۍوالې ټولنې هم پرلهپسې غبرګونونه ښودلې دي. خو تر اوسه دغو غبرګونونو کومه پایله نه ده ورکړې او طالبان لا هم په افغانستان کې د ښځو پروړاندې د نورو بندیزونو پر لګولو او د هغوی پر ضد د تګلارو پر جوړولو بوخت دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې خلک اندېښمن وو که طالبان بیا واکمن شي، په افغانستان کې به د ۹۰ لسیزې تجربې بیا تکرار شي او هېواد کې به شته ټول ارزښتونه او پرمختیاوې له منځه یوسي؛ هغه څه چې د دغې ډلې په یو نیم کلنۍ واکمنۍ کې د اوبو په څېر راڼه ثابت شول.