ټوله نړۍ پوهېږي چې د نړۍوال تروریسم مهم مشران، اسامه بن لادن، ایمن ظواهري او ابو مصعب زرقاوي، کلونه د طالبانو ترڅنګ وو او د سیمې او نړۍ بېلابېلې تروریستي ډلې په یوه ډول له طالبانو سره یې اړیکې درلودې. خو په دې برخه کې چې کومه پوښتنه بې ځوابه پاتې ده او ډېرو ته لا تراوسه نه ده روښانه شوې، د دغې اړیکې ماهیت دی چې ایا طالبان د نړۍوال جهادیسم د غورځنګ یوه برخه ده او د خپلو ولسي لومړیتوبونو له مخې په ټوله کې د هغه جریان د مشرتابه ترلاس لاندې دي، یا قضیه بل ډول ده او نړۍوال جهادیسم د خپل حاکمیت تر لاس لاندې د خاورې نه درلودلو له امله، د طالبانو یوه برخه ده؟ یا هم دا چې دغه دوه غورځنګونه له یو بل نه بشپړ جلا او ځانته خپلواکي لري او له یو بل سره اړیکې یې د لنډمهاله مجبوریتونو له مخې دي چې په تکتیکي ډول ترسره شوي، خو د هغو ترمنځ ایا ستراتیژیک او ارګانیک تړون نه شته؟ د دې موضوع روښانه کېدل کولای شي د دې ډلې د پېژندنې او هممهاله د هغو پر وړاندې د سم غبرګون ښودلو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو له لوري چې د سیاست چلونې دنده پر غاړه لري، مرسته وکړي.
طالبان خپله په دې برخه کې غلي دي او د خپل درې لسیزې عمر په لړ کې یې ځانونو پر حقه بللي، چې دا قضیه مبهمه پرېږدي. د پېښو څېړل د دې ښکارونديي کوي چې د داسې مهمې موضوع پر وړاندې، د داسې نا روښانه موضع پرېکړه، له ځيرکتيا ډک کار دی؛ ځکه همدې کړنې طالبان د دې ډلې د لومړي پړاو د حاکمیت له سقوط وروسته، له بشپړ ورکېدو وژغورل او وروسته همدې کړنې مرسته وکړه څو دغه ډله په خپله شل کلنه جګړه کې پر ناټو بریالۍ شي او په پای کې د خبرو اترو د اصلي لوري په توګه په دوحه کې له امریکا سره د خبرو اترو مېز ته حاضر شي، خپلې غوښتنې پر هغوی ومني او افغانستان تر خپل حاکمیت لاندې راولي. له نړۍوال جهادیسم سره د ټینګې اړیکې ساتل او د دې اړیکې د ماهیت پټ ساتل، دې ډلې ته د انعطاف منلو ډېر فرصت ورکړي؛ ځکه له یوې خوا د هغه پر سر د بحث امکان ډېروي او له بلې خوا ورسره په سختو حالاتو کې مرسته کوي. د دې موضوع د څېړنې لپاره، مونږ ځانګړي سندونه چې د طالبانو له لوري صادر شوي وي، په واک کې نه لرو چې د طالبانو او نړۍوال جهادیسم د اړیکو ډول په ځانګړې توګه القاعدې او ډلو ترمنځ یې توضیح کړي. خو له دغو ډلو سره د طالبانو د اړیکو تاریخچه چې په اړه یې ډېر راپورونه شته، کولای شي مونږ ته ووایي چې دا اړیکه کوم ډول ده او راتلونکي کې به څه وشي.
د دې لپاره چې د طالبانو او نړۍوالو جهادیانو تر منځ د اړیکې په طبیعت ښه پوه شو، باید تېر ته پام وکړو، هغه وخت ته چې د عربو بنسټپال جګړه ماران، د تېرې پېړۍ د ۸۰ کال لسیزه کې، د خپلو راتلونکو برنامو لپاره د افغانستان په اهمیت پوه شول. سره له دې چې د افغانستان او د عربي نړۍ تر منځ یوه لسیزه وړاندې اړیکې پیل شوې وې، هغه وخت چې د کابل پوهنتون یو شمېر ځوان ښوونکي او زده کړیالان د زده کړو د دوام لپاره مصر ته ولاړل او هلته د اخوان المسلمین، په ځانګړي ډول د سید قطب او ابو الاعلی مودودي له افکارو سره بلد شول. یو شمېر د هغو هېواد ته له بېرته راتګ وروسته، د یادې ایدیالوژۍ په خپرولو یې پیل وکړ او په تقابلي فضا کې چې سړه جګړه یې رامنځته کړې وه، هغوی د کمونیستي ګوندونو او په افغانستان کې د شوروي د نفوذ پر وړاندې غبرګونونه وښودل او دا کار ددې لامل شو چې د لوېدیځ ملاتړو هېوادونو، لکه پاکستان، سعودي عربستان، مصر او نور دغه جریان ته په افغانستان کې د خپلو احتمالي ملاتړو په سترګه وګوري. هماغه وخت ددغه غورځنګ اړیکې د پاکستان له بنسټپالو ډلو لکه جماعت اسلامي سره ټینګې شوې او یو شمېر د هغو د سعودي له دولت سره اړیکې درلودې. کله چې انور سادات پرېکړه وکړه اخوان المسلمین او نور مسلمان بنسټپال له زندانونو خوشې او د هغوی د فعالیت زمینه برابره کړي، د افغانستان د اسلامي نهضت او اخوان المسلمین تر منځ اړیکې د عربي نړۍ د اسلامي لوی غورځنګ په توګه پیاوړې شوې او په دې برخه کې د سید قطب د خور مېړه، کمال سنانیري، پاکستان ته د سفر په ترڅ کې د عربي بنسټپالو او د افغانستان بنسټپالو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د عمل صحنې ته ورننوت. په خپله عربي نړۍ کې د اخوان المسلمین او نورو ډلو لکه الجهاد الاسلامي او الجماعه الاسلامیه تر منځ د نظر اختلافونه وو، خو د افغانستان د جهاد او له هغه نه د ملاتړ د اړتیا په اړه ټولو یو نظر درلود. د افغانستان له جهاد نه د امریکا متحده ایالتونو، پاکستان او ډېری عربي هېوادونو ملاتړ دې برخه ته د عرب راډیکال د عناصرو د ننوتلو لپاره لاره پرانېسته او نامتو څېرې لکه عبدالله عزام، اسامه بن لادن او ایمن ظواهري، له خپلو زرګونه نورو جګړه مارانو سره د دې قضیې په لویو لوبغاړو واوښتل. هغوی په دې اند وو چې په افغانستان کې د اسلامي حکومت د رامنځته کېدو لپاره ولسي، سیمه ییز او نړۍوال شرایط برابر دي چې دا ډول شرایط نه په فلسطین کې برابر و او نه په بل هېواد کې. تر هغه مهاله د طالبانو په نوم ډلې شتون نه درلود، خو افغانستان د عرب اسلام پالنې د فعالینو لپاره ستراتیجیک اهمیت پیدا کړی و.
د سلفي جهادي ډلو له نظره چې د القاعدې او داعش ډیری ځواکونه له همدغو ډلو دي، د افغانستان د خلکو عامیانه دین داري له بدعتونو او کمیو سره مخ وه او د هغوی غوښتنې یې نشوای ورپوره کولای. دغه موضوع د ۸۰ لسیزې په کلونو کې د عربو په ډلو کې مطرح شوه، د هغوی له نظره افغانستان هغه ځانګړنې درلودې چې د جهادیانو د ستراتیجیکو موخو لپاره ورته اړتیا لیدل کېده. له یوې خوا د هغه جغرافیايي موقعیت چې د خپلو جګړه مارانو لپاره یې د ښوونیزو پوځي اډو او جګړه ییزو بیزونو د جوړولو ته زمینه برابروله، له بلې خوا د پاکستان له قبایلي سیمو سره ګډه پوله چې په سختو شرایطو کې یې جګړه مارانو لياره د پټېدو لاره ورته برابروله او له بل پلوه په منځنۍ اسیا کي یې د نفوذ زمینه برابروله. پر دې سربېره، د افغانستان د خلکو تر منځ د مذهبي پیاوړې روحیې، له نامناسب چاپېریال او سختو شرایطو سره عادت لرل، د ژوند د لومړیو ستندردونو ټیټوالی او د هوساینې امکاناتو کمښت، د جهادیانو لپاره یې د سرباز نیونې او په ډېر کم لګښت د خدمتونو ترلاسه کولو زمینه برابروله. له همدې امله د ۹۰ لسیزې په پیل کې د مجاهدینو د سازمانونو د کورنیو جګړو پر مهال او یا هم هغه وخت چې طالبانو د یوه ولسي غورځنګ په توګه د افغانستان له سوېل نه سر راپورته کړ، عرب او پاکستاني جګړه مارانو په صحنه کې خپل شتون وساته. هغوی له دې لارې له جغرافیې، خلکو او په افغانستان کې د ژوند له شرایطو سره ډېر ښه بلد شول او ویې کړلای شول څو خپل فعالیتونه له جلب او جذب نه تر، شبکې جوړونې او ښوونې پورې وغځوي او په مهارت او ځواکمنتیا سره عملیاتونه ترسره او پرمخ یوسي.
له هماغه وخت نه تر اوسه سره له هغو بدلونونو چې په سیمه او نړۍ کې رامنځته شول، بیا هم د عربي نړۍ او پاکستاني افراطي ځواکونو لپاره د افغانستان ستراتیجیک اهمیت، پرخپل ځای پاتې دی. هغه څه چې ددغو لاملونو سربېره، د نړۍوالو جهادي ډلو لپاره یې د افغانستان اهمیت څو برابره کړی دی، هغه تضادونه دي چې د سیمې او نړۍ د قدرتونو د ګټو تر منځ ددې نړۍ په دې برخه کې شتون لري، د پاکستان او هند له سیالیو د ایران او سعودي او تر روسیې، چین او امریکا ټولو سره لاس یو کړی دا هېواد د ترهګریزو کړنو د سروزرو په چاپېریال بدلوي.
هغه څه چې وویل شول، د جهادي ډلو لپاره د افغانستان پر اهمیت څرخېدل، خو په مقابل لوري کې، جهادي ډلو هم د افغانستان بنسټپالانو ته ورته اهمیت درلود. د ۸۰ میلادي د لسیزې په لړ کې، دغو ډلو وکړای شول د افغانستان قضیه له ولسي موضوع نه په سیمه ییزه او نړۍوالې موضوع بدله کړي. هماغه و چې د افغانستان د جهاد اهمیت او شهرت له پولو واوښت او د اسلامي نړۍ په کچه یې شهرت وموند او د افغانستان د مجاهدینو لېوالتیا له پاکستان او د اسیا له سوېل تر عربي نړۍ، د افریقا تر شماله، منځنۍ اسیا، قفقاز، بالکان او په ټول منځني ختیځ کې پراختیا وموندله او هغوی یې د هغه وخت د اتلانو په توګه ومنل. هېره دې نه وي چې د لویدیځو هېوادونو کړنلاره او د هغوی رسنیز فعالیتونه هم په دې برخه کې اغېزمن وو. سره له دې چې هغه لېوالتیا په ۹۰ لسیزه کې د مجاهدینو د کورنیو جګړو له پیل سره د یوه مودې لپاره راکمه شوه او دغو جګړو ددغو ډلو د یو شمېر پلویانو لپاره یې ترخې تجربې پرځای پرېښودې، خو صحنې ته د طالبانو راننوتل ډېر ژر هغه تشه جبران کړه او افراطي ډلې یې یو ځل بیا هغو ته هیله من کړل. هماغه و چې په لږه موده کې زرګونه جګړه ماران، په تېره د القاعدې غړو او پلویانو یې افغانستان ته مخه کړه. د طالبانو ډله له هماغه وخت نه تر دامهاله، خپلې مالي، تسلیحاتي او ښوونیزې سرچینې او دغه راز عملیاتي نوې تجربې له دغو ډلو ترلاسه کړي دي. که چېرې یادې ډلې له القاعدې او نورو جهادي ډلو سره اړیکې نه درلودلای، د طالبانو ډلې هېڅکله نشوای کولای هممهاله د امریکا متحده ایالتونو، اروپا، روسیې، چین، ایران او د عربي نړۍ د پام وړ وګرځي. هغه مهال کولای شو دا موضوع ښه درک کړو چې د ډاکتر نجیب الله د رژیم له سقوط وروسته د مجاهدینو د حکومت لومړيو کلونو ته نظر واچوو؛ دا چې د امریکا متحده ایالتونو او نورو متحدینو یې افغانستان څنګه هېر کړ. د طالبانو ډلې له القاعدې او نورو جهادي ډلو سره د اړیکو د ساتلو له لارې وکړای شول چې تل خپل ځان مهم وښيي، هم د بېلابېلو دولتونو له نظره او هم د نړۍ په کچه د جهادي ډلو له نظره.
د طالبانو په اند، له جهادي ډلو سره اړیکه یوازې د مانور ښوولو لپاره نده، بلکې د جهادیسم نړۍواله شبکه هغه امکانات او مهارتونه چې په واک کې لري، د طالبانو ستراتیجیکې موخې دي چې کولای شي په سختو شرایط کې یې مرستې ته راورسېږي. په نړۍ کې ډېری جهادي ډلې په دې اند دي چې د شرعې له نظره د یوازیني اسلامي حکومت یوازې پرېښودل هېڅ ډول جواز نه لري او هر هغه څه چې په وس کې لري، د هغه د ټینګښت او پیاوړتیا لپاره یې ترسره کوي. سربېره پر دې، هغوی پوهېږي چې هېڅ هېواد د افغانستان په څېر د هغوی د ودې او پراختیا لپاره ایډیال شرایط نه شي برابرولی؛ یعنې هم ایډیولوژیک لامل او هم د ګټو او یو پربل د تړلتیا لامل ددغې اړیکې د پیاوړتیا لپاره مرسته کوي. بل مهم ټکی دادی چې له دغو ډلو سره د طالبانو د اړیکې پریکون په لومړي ګام کې ډېری په جګړه باورمند جګړه ماران ناراضه کوي او له نورو جهادي ډلو سره به یو ځای شي او په دوهم ګام کې به له طالبانو نه د دغو ډلو ملاتړ په دښمنۍ واوړي او هغوی به داسې ځای کښېنوي چې د افغانستان پځوانی حکومت په هغه ځای کې و. د طالبانو مشرتابه له دغه واقعیت نه ښه خبر دي او دا کار ورته عاقلانه نه برېښي چې له متحده ایالتونو او ملګرو یې د پیسو ترلاسه کولو په بدل کې، خپله ستراتیجیکه ذخیره د خپل ځان لپاره په یوې ګواښونکې سرچینې بدله کړي.
څوک چې هیله من دي چې له دې ډله سره د سیاسي تعامل او د مرستو د دوام له لارې وکړای شي هغوی ستراتیجیک بدلون ته اړ کړي، دا د هغوی له مخکې کمزوری لیدلوری دی او هغه دا چې ګواکې د طالبانو واکمني لکه د نورو متعارفو سکولارو حکومتونو په څېر ده چې یوازې د ملي ګټو له لیدلوري مسایلو ته ګوري. طالبان له بنسټ نه یو ایدیولوژیک په استخباراتي او ترهګریز جوړښت سمبال غورځنګ دی او کورنیو او بهرنیو مسایلو ته د هغوی لیدلوری په لومړي ګام کې د ایدیولوژۍ او مذهبي عقیدې کې ریښه لري. دغه ډله په افغانستان کې خپله بریا تل د الهي نصرت پر بنسټ بولي چې د کفارو پر وړاندې د استقامت له امله د خدای له لوري ور په برخه شوه او هغه څه چې د سیاسي او نړۍوالو اړیکو شنونکي په دې اړه پوهېږي، هغوی ته اهمیت نه ورکوي. د دا ډول لیدلوري پر بنسټ، پر امریکا په ناټو غړیو هېوادونو د دې ډلې بریا، هغوی په یوه داسې یوازیني موقعیت کې ساتلي دي چې په نړۍ کې بله جهادي ډله په هغه موقعیت کې نه دي. که له دې موقعیت نه په درایت او هوښیارتیا سره ګټه واخلي، کولای شي چې د نړۍ په کچه د جهادي ډلي مشري په لاس کې واخلي او په نړۍوال ځواک واوړي چې د نفوذ کچه به یې له پاکستان او د اسیا له سوېل نه تر مرکزي اسیا، قفقاز، منځني ختیځ او د افریقا ترشمال پورې پراختیا ومومي. د اسلامي نړۍ د مشرتابه ترلاسه کولو خوب له هغو هیلو نه ده چې په تېر کې ډېرو د هغه په اړه فکر کړی دی، له جنرال ضیاءالحق نه تر ایت الله خمیني، اسامه بن لادن، ابوبکر بغدادي او ډېر نور. دا مهال د طالبانو مشر په هغه موقعیت کې ده چې ځان دغه مقام ته په څو لڼدو ګامونو کې ویني او دا موضوع په کافي حد د اندېښنې وړ ده او په ساده ډول له هغه نه لاس پر سر کېدلای نه شي. د طالبانو مشر سره له دې چې په عمومي عرصه کې ډېر کم نظر څرګندوي، خو په څو لنډو نوبتونو کې چې خبرې یې خپرې شوې، دغې موضوع ته یې اشاره کړې او د نړۍ په کچه یې د جهاد د پراختیا پر اهمیت یې ټینګار کړی دی. نوموړي د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په ۱۰ مه نېټه چې د ۲۰۲۲ کال د جولای له لومړۍ نېټې سره برابره ده د خپلو خبرو په ترڅ کې چې په کابل کې د عالمانو یوې لویې غونډې ته یې وکړې، داسې وویل: «د نړۍ له کفارو سره زمونږ جګړه زمونږ د هېواد او خاورې پر سر نه وه، بلکې له مونږ سره د هغوی جګړه د عقیدې او نظریې په اړه وه چې زمونږ عقیده او غږ غلی کړي. هغه جګړه لا تراوسه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې روانه ده او د محشر تر ورځې به هم پای ته ونه رسېږي… نه یې زه پرېږدم چې هغوی خپل قوانین نافذ کړي او نه هغوی مونږ پرېږدي چې خپل شریعت نافذ کړو، ما سالمناهم منذ حاربناهم» (یعنې له هغه وخت نه چې له هغوی سره مو جګړه پیل کړه سولې ته ځای نه و) کېدای شي یو شمېر شنونکي دغه وینا د سیاست چلوونکو هغه دوکه وبولي چې د خپلو پلویانو د زړونو لاسته راوړلو لپاره یې کله نا کله په عمومي غونډو کې ترسره کوي، خو نوموړي د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په ۲۰ مه چې د ۲۰۲۳ کال د جنوري له ۱۰ سره برابره ده، په خصوصي غونډه کې چې یوازې یې د دولتي ادارو د بشري سرچینو له رییسانو سره په کندهار کې درلوده او د هغې غونډې راپور د مالیې وزارت د بشري سرچینو رییس مولوي احمد شاکر لیکلی دی، په روښانه ډول یې د دغې کړنلارې په اړه څرګندونې کړي دي: «څرنګه چې لوی خدای بشپړ او جامع دین مونږ او تاسو ته راکړی، باید د اسلامي نظام لپاره اداري قوانین هم په هماغه ډول بشپړ او جامع جوړ کړو څو د نړۍ ټول نظامونه هغو ته اړمن وي، نه دا چې مونږ د نورو قوانینو ته اړمن واوسو… د لوی خدای د ټولې ځمکې په کچه د شریعت د حاکمیت په فکر کې واوسئ. لکه څنګه چې تاسو په دښتو کې وئ، هلته مو امامت او جهاد ترسره کاوه … نو تاسو د علم، وعظ او نصحیت له لارې د دښتو خلک تر یو ځایه له دین سره بلد کړل چې دې دین سره یې مینه پیدا کړه، د دغه دین لپاره هر ډول قربانیو ته تیار شول، ستاسو نه یې ملاتړ وکړ، تر دې چې د هغوی غوڅ ملاتړ او قربانۍ تاسو دومره ځواکمن کړئ چې ټولو کفارو ته مو ماتې ورکړه او اسلامي نظام مو حاکم کړ. اوس چې ښارونو ته راغلي یاست، د ښارونو خلک هم د خدای دین ته راوبولئ او هغوی تر یوه ځایه له دین سره بلد کړئ چې په ټول افغانستان کې حتی یو کس هم مخالف پاتې نه شي، بلکې ټول باید داسې واقعي او مخلص مسلمانان شي چې له تاسو هغومره ملاتړ وکړي څو وکړای شئ په ټوله نړۍ کې اسلامي نظام حاکم کړئ. کله چې د افغانستان ټول خلک د دین لپاره قربانۍ ته حاضر شول، هغه وخت چې هر چېرې د تللو امر درته وکړم، تاسو باید هلته لاړ شئ…. دا یوه موقع ده چې د غوره تاریخ بریا مو په برخه شي. غوره تاریخ ګټل یو لړ قربانۍ غواړي… د قربانۍ نیت ولرئ، اصحابو کرامو چې کوم تاریخ ګټلی او اسلام یې له ختیځ نه تر لوېدیځ پورې رسولی، تل قربانیو ته حاضر ول او قربانۍ یې ورکولې… که تاسو هم د دې غوښتونکي یئ څو تاریخ وګټئ، د قربانۍ لپاره اماده واوسئ، ځکه د تاریخ ګټل اسانه او ساده کار نه دی.»
د طالبانو قاضي القضات هم په همدې اند دی او په خپل کتاب کې چې د ملا هبت الله له تایید سره خپور شوی وايي: «له همدې امله د اسلامي امارت مجاهدینو لپاره روا نه ده چې د امریکا او د متحدینو له وتلو سره سم جهاد پرېږدي.»
د طالبانو د مشر لپاره د امیرالمومنین د لقب ټاکنه د دغې ډلې د غرور د نښې او د نړۍ اجنډا ته باور دی؛ ځکه دا لقب د اسلام په تاریخ کې نه پادشاهانو ته کارول کېد او نه مذهبي مشرانو لپاره. بلکې هغه چاته کارول کېده چې په اسلامي نړۍ کې له لوړ مقام نه برخمن و او ټول پادشاهان او مذهبي مشران له هغه نه په اطاعت کولو مکلف وو له همدې امله په اسلامي سنت کې یې جواز نه درلود څو په یوه وخت کې دوه تنه د امیرالمومنین په نوم یاد شي. په اوسني وخت کې هم د اسلامي هېوادونو هېڅ یوه مشر جرئت نه دی کړی چې داسې لقب د ځان لپاره غوره کړي، نه د سعودي شاهانو چې د خادم الحرمین الشریفین لقب لري او له دې اړخه په ځانګړي موقعیت کې دي او نه د ایران مشرانو چې ځانونه د مسلمانان ولی امر بولي. یوازې دوو ډلو دغه لقب د خپل مشر لپاره ټاکلی دی؛ یو طالبانو او بل داعش. داعش په ښکاره ډول د مسلمانو هېوادونو د اوسنیو نظامونو د پرځېدا نیت لري او خپله نړۍواله اجنډا له هېچا نه پټوي. طالبانو هم د خپل مشر لپاره د دا ډول لقب په ټاکلو سره، جهادي ډلو ته پيغام لېږدوي چې اسلامي خلافت د سرپورته کولو په حال کې ده او د یوازینې مشر مقام چې په تېر کې د امیرالمومنین په نوم یادېده او د اسلامي نړۍ د یووالي او ځواک رمز په توګه بلل کېده، اوس د اعادې او بیاجوړونې په حال کې ده. د دې لقب ټاکل تصادفي نه دی، ځکه نورو ډلو مخکې له مخکې د خلافت د مقام د رامنځته کولو لپاره د زمینې برابرولو لپاره هڅې کړي دي.
ایمن ظواهري په خپل وروستي لیک کې چې له خپل مرګ نه مخکې یې په ۲۰۱۰ کال کې اسامه بن لادن ته لیکلی، د طالبانو او القاعدې ترمنځ دغه ستراتیجیکې اړیکې ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې د طالبانو په صفوفو کې د یو شمېر بې باوره عناصرو د شتون سربېره، د دغې ډلې مشرتابه په هغه وخت کې ملا عمر له القاعدې سره صادق او وفاداره دي او نوموړي په دې کتګورۍ کې د طالبانو یو شمېر مهم عناصر هم شامل کړي دي. له طالبانو نه د ظواهري پېژندنه ډېره پر ځای وه او له همدې امله تر پای پورې د هغوی تر څنګ پاتې شو تر دې چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۵ په کابل کې ووژل شو. د طالبانو او القاعدې ترمنځ په یو بل باور هومره پیاوړی دی چې حتی د ظواهري له وژلو وروسته، د ځینې اوازو پر بنسټ چې د هغه وژل کېدل د طالبانو د ډلې د یو شمېر کورني عناصرو په مرسته ترسره شو، د تېر په څېر یې اړیکه پياوړې پاتې شوه او د دې لامل نه شوه چې القاعده طالبانو ته خپل باور له لاسه ورکړي.