۸صبح، کابل: د چین ګلوبل تایمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې چینايي شرکتونه غواړي د افغانستان د لیتیمو پر کانونو پانګونه وکړي.
نوموړې ورځپاڼې راپور ورکړی، چې څو چینايي سوداګر د سهشنبې پر ورځ د لیندۍ پر درېیمه افغانستان ته راغلي او د لیتیمو د کانونو ارزونه کوي.
ګلوبل تایمز وايي، د ستونزو او ګواښونو سره سره چینايي شرکتونه غواړي دې پروژو کې پانګونه وکړي.
افغانستان کې د سیاسي وضعیت، امنیت، اقتصاد او نور د چینايي شرکتونو د پانګونې پر وړاندې د بنسټيزو ستونزو او ګواښونو په نوم یاد شوي دي.
د چینايي شرکت یو مدیر یو مینګ هوی ګلوبل تایمز ته ویلي، چینايي شرکتونه افغانستان کې له ټولو زیات د امنیت او ټولنیز نظم په تړاو اندېښمن دي.
نوموړي ټينګار کړی، چې طالب چارواکو له دې وړاندې په افغانستان کې د چینايي شرکتونو له پانګونې ملاتړ کړی دی.
د کیمیاوي او معدني توکو، د فلزاتو د وارداتو او صادراتو د پانګونې خونې پخواني مرستیال ژو شیجیان ویلي، که امنیت ټينګ نه شي، ممکن د دې پروژو پر وړاندې خڼډ رامنځته کړي.
نوموړي هېواد که څه هم د پخواني حکومت په واکمنۍ کې د لوګر د مس عینکو کان کې پانګونه کړې وه، خو ونه توانېدل پای ته یې ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو د چینايي شرکتونو له لوري د لیتیم کانونو کې د پانګونې په تړاو څه ویلي نه دي.
له دې وړاندې جرمني هم په افغانستان د لیتیمو په کانونو کې د پانګونې ویلي و.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې امریکا او امریکايي شرکتونه له ډېر وخت راهیسې پر دغه نایابه عنصر د پانګونې ارزونه کړې ده.
د وړاندوینو له مخې افغانستان د لیتیم لوی کانونه لري، که ګټه ترې واخیستل شي، د عربستان د نفتو په کچه ګټه به ترې ترلاسه شي.
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت د ۱۳۹۸ کال په لومړیو کې ویلي و، چې هېواد کې یې د لیتیم د لویو کانونو د ارزونې چارې پیل کړې دي.
د وړاندوینو له مخې افغانستان کې د لیتیم ډېر کانونه غزني، نیمروز او هرات کې دي.
لیتیم په بطریو، په ځانګړې توګه د مبایلونو او کمپیوټرونه په بطریو، طیارو، رباټ او همدارنګه برقي موټرو کې کارول کېږي.