۸صبح، کندهار: سیمهیېزې سرچینې وايي چې په کندهار کې یوه ۱۷ کلن ځوان وروسته له هغې خپل ژوند پای ته رسولی چې کورنۍ یې شاوخوا دوه اوونۍ د خوراکې توکو له سخت کمښت سره مخ وه.
سرچینو دوشنبه د وږي پر ۳۰مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دا ځوان له تېرو څو اوونیو راهیسی وزګار شوی و او کورنۍ یې د خوراکي توکو د برابرولو وس نه درلود.
د سرچینو په خبره، دغه ځوان تر بېکاره کېدلو وړاندې په هرات او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې درانه کارونه کول او له دې لارې یې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابرول.
سرچینې زیاتوي چې په تېرو دوو اوونیو کې د دې کورنۍ ګاونډیانو ورسره د خوراکي توکو مرسته کوله، څو ژوندي پاتې شي.
د سرچینو په خبره، دا ځوان د بېکارۍ او د خپلې کورنۍ د خراب اقتصادي وضعیت له امله ځان په رسۍ ځړولی دی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې او اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ، بېکارۍ او د راتلونکي په اړه اندېښنو په افغانستان کې پر اړمنو کورنیو سخت فشار راوستی دی.





