د ترکیې دفاع وزارت خبر ورکړی چې دغه هېواد له قطر، پاکستان او اندونیزیا سره د دفاعي همکاریو د پراختیا او نظامي وړتیاوو د لوړولو په موخه تړون لاسلیک کړی دی.
نوموړي وزارت چهارشنبه د اکتوبر پر ۲۱مه ویلي چې دا تړون د «بدر تړون» نومېږي او د قطر په پلازمېنې دوحه کې لاسلیک شوی دی.
د ترکیې دفاع وزارت د دغه تړون موخه په پوځي تولیداتو کې د همکارۍ پیاوړتیا، د پوځي وړتیاوو لوړول او د پوځي – تخنیکي روزنې، څېړنې او پراختیا په برخو کې ګډو چارو ته وده ورکول دي.
د یاد وزارت په خبره، دا هوکړه د غړو هېوادونو د دفاعي صنعت د وړتیاوو په پیاوړي کولو، د پوځي همکاریو په پراخولو او د متحدو هېوادونو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي.
د ترکیې د دفاعي صنعت رییس ویلي چې دا هوکړه به د څلورو هېوادونو ترمنځ د ګډ تولید او ټيکنالوژۍ د پراختیا په برخه کې د ستراتیژیکې همکارۍ زمینه برابره کړي.
ترکیې د روان کال په اګست میاشت کې له پاکستان او سعودي سره هم ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې پر یوه لوري برید پر نورو غړو برید ګڼل کېږي.





