۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې ځايي سرچینې وايي چې یو ۲۰ کلن ځوان په کوکچې سیند کې اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
سرچینو ویلي چې دا ځوان جنیدالله نومېده او دوشنبه د زمري پر لومړۍ له غرمې وروسته د دغه ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند په سبزي بهار سیمه کې اوبو ډوب کړی دی.
د سرچینو په وینا، نوموړي لامبو وهله چې اوبو ډوب کړ.
سرچینو ویلي چې جنیدالله د جرم ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او لا یې هم مړی رایستل شوی نه دی.
د یادونې ده چې د روان کال د چنګاښ پر ۲۲مه د بدخشان مرکز فیض اباد اړوند کې یوه ۱۹ کلنه نجلۍ هم په کوکچې سیند کې ډوبه شوې وه.





