۸صبح، خوست: په خوست کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو ماشوم تر وژل کېدو وروسته د اوبو یوه بند ته اچول شوی دی.
سرچینو پنجشنبه د وږي پر ۱۹مه، ۸صبح ته ویلي چې دغه تر ورکېدو وروسته د دغه ماشوم مړی یې موندل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، دغه ماشوم اکرام الله نومېده او پرون له غرمې وروسته د خپل کور مخې ته ورک شوی و.
د سرچینو په وینا، د دغه ماشوم جسد نن سهار د اوبو په يوه بند کې په داسې حال کې موندل شوی چې لومړی یې پر سر ګوزار شوی و.
هغوی زیاتوي چې دا پېښه د خوست ولایت په مرکز کې شوې، تر اوسه د دغه ماشوم د وژنې علت نه دی معلوم او په تړاو یې هېڅوک نه دي نیول شوي.
د دغه ماشوم نږدې خپلوان وايي چې د اوبو دغه بند یې له کوره څو کیلومتره لېرې دی او د دوی په وینا، ماشوم په قصدي ډول وژل شوی او وروسته یې جسد اوبو ته اچول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې د ماشوم تښتونې، وژنو او وسله والو غلاوو پېښې زیاتې شوې دي، خو طالبان بیا هم په هېواد کې د ټولیز امنیت د ټینګښت ادعا کوي.





