۸صبح، کندهار: د کندهار ځايي سرچينې وايي چې صرافانو د دغه ولايت په سپينبولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د سختو فشارونو له کبله د صرافۍ یو لوی مارکېټ تړلی دی.
سرچينې دوشنبه د چنګاښ پر ۱۸مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي چې صرافانو دا کار تېره ورځ د طالبانو له خوا د جوازونو د نه لرلو له کبله د صرافۍ د څو دوکانونو د تړلو په غبرګون کې کړی دی.
د صرافانو په دې اقدام کې لږ تر لږه د صرافۍ ۳۷۰ دوکانونه تړل شوي دي.
سرچينه زیاتوي چې صرافانو په دې ولسوالۍ کې د صرافۍ مارکېټ له تړلو وروسته لاريون ته مخه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د صرافۍ د جواز ترلاسه کولو شرایط ستونزمن شوي او د جواز د ترلاسه کولو لپاره باید لږ تر لږه ۱۰ میلیونه افغانۍ له مرکزي بانک سره د ضمانت په ډول کېښودل شي.
په کندهار کې طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
تېر کال طالبانو د کندهار په مرکز کې څو صرافان ووهل چې له کبله یې د دغه ولایت یو شمېر صرافانو پر اعتصاب لاس پورې کړ.





