۸صبح، هلمند: د هلمند سیمهییزې سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د صرافۍ ۷۹ دوکانونه د جواز د نشتوالي له کبله تړلي دي.
سرچينې سېشنبه د چنګاښ پر ۲۶مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو تېره ورځ د دغه ولايت په مرکز کې د صرافۍ دا دوکانونه تړلي دي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په هلمند کې طالبانو د پولي شرکتونو د ارزونې او د بې جوازه صرافیو د مخنيوي لپاره يوه کمېټه جوړه کړې ده.
طالبانو تر دې مخکې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم ورته کړنه ترسره کړې وه چې له کبله یې صرافانو لاریون وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د صرافۍ د جواز ترلاسه کولو شرایط ستونزمن شوي او د جواز د ترلاسه کولو لپاره باید لږ تر لږه ۱۰ میلیونه افغانۍ له مرکزي بانک سره د ضمانت په ډول کېښودل شي.





