د پنجشېر په یوه کتابتون کې اورلګېدنه؛ طالبانو د اور وژنې مخنیوی کړی

۸صبح، پنجشېر: په پنجشېر ولایت کې ځایي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې یو کتابتون اور اخیستی او په هغې کې زرګونه ټوکه کتابونه سوځېدلي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي چې دغه اور لګېدنه نن جمعه د سهار په اته نیمو بجو د رخې ولسوالۍ په پياوشت کلي کې رامنځته شوه او تراوسه روانه ده.
سرچینې وايي چې دا کتابتون په پنځو پوړونو کې جوړ شوی، څلور زره ټوکه کتابونه لري او د مخکیني حکومت د عدلیې د وزیر فضل احمد معنوي دی.
طالبانو په رخې ولسوالۍ کې دا کتابتون په خپل پوځي اډه بدل کړی و.
که څه هم تراوسه د دغې اورلګېدو لامل نه دی روښانه شوی، خو ځایي سرچینې طالبان ددغه کتابتون په سوځولو تورنوي.
سرچینې زیاتوي چې طالبانو د خلکو له خوا د اور د وژلو مخنیوی کړی دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پیله پنجشېر ته د خپلو زرګونه جنګیالیو د لېږلو له امله، لسګونه کورونه، د ښوونځیو ودانۍ، دیني مدرسې او آن روغتيايي کلینیکونه په پوځي مرکزونو بدل کړي دي.