۸صبح، غزني: غزني کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه مخکیني پوځي مړی له یوې اونۍ بېدرکه کېدو وروسته موندل شوی دی.
د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې د دغه مخکیني پوځي مړی یکشنبه غرمهمهال د سلواغې پر دویمه نېټه د غزني ښار د څلورمې حوزې په توحیداباد سیمه کې موندل شوی دی.
دغه مخکینی پوځي، چې اللهدوست نومېده د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ اوسېدونکی و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې موده مخکې هم د تېر حکومت یوه ښځینه پوځي د غزني ولایت په مرکز کې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا ووژل شوه.