د غلطو باورونو په منځ کې یوه نجلۍ
نازي میثم

دا هغه نجلۍ ده چې ښکلي نسواري ویښتان لري، خو ګډوډ. هغه د بې روحه سترګو نجلۍ ده؛ هغه نجلۍ چې د طوفان په زړه کې سا اخلي، خو بیا هم په شونډو کې یوه معصومه او تیاره موسکا لري. هغه نجلۍ چې په سترګو کې یې ژور خفګان لیدل کېدای شي.
نوموړې یوازې د هغې سولې په لټه کې ده چې د اوږدې مودې لپاره یې له لاسه ورکړې، نور څه نه غواړي. کله چې هغې دا تمه نه درلوده، د دې نجلۍ سوله ایزه نړۍ ټوټه ټوټه شوه او د هغې ټول خوبونه لوګۍ شول.
له هغه وخته چې «د پیړۍ بل ډول کسان» د دې نجلۍ هېواد ته راغلي، هغه نور په خپل ژوند کې خوښي نه لري. که څه هم هغه ډېره هڅه کوي چې خپل غمونه د خپل بې پروا ظاهر تر شا پټ کړي، خو کله ناکله په دې پلمه کې بریالی نه وي. هغې د خپل وخت ظلمونه په ډېر صبر سره زغملي، خو دا به هېڅکله هیر نکړي چې د خپل ژوند په دې سختو ورځو کې یوازې پاتي ده.
هو! نړۍ ګوري او هغه سړي چې باید د هغې ملاتړي وي هغې ته په سپک نظر ګوري. هغوی هم د دې سبب شوي دي چې ځان په ګڼه ګوڼه کښې لکه د تنې پرې په شان يواځي ومومي. مګر هغه احساس کوي چې د دې خلکو لپاره پردی ده. د ښو خلکو څخه لرې، هغه خلک چې د پخوا په پرتله خوشحاله ښکاري، شاید دوی د «نجونو د زده کړې لمر ډوبیدو» په هکله خبر نه وي، که نه نو دا ناشونې ده چې یو سړی دومره بې پروا وي.
د لاریون کوونکو ښځو همدا شعار کافي دی چې درد یې د انسان هډوکو ته ورسېږي: «هغوی موږ له پوهنتون څخه د درس ویلو په جرم وایستل شوې.» ایا له دې ډیر درد شته؟
د دې نجلۍ زړه د هغو الفاظو له امله چې نشي کولای په ژبه یې ووايي چاودي؛ خو هغه له دې خلکو جلا شوې ده؛ هغه خلک چې د «انسان کېدو» د مخه د نارینه او ښځینه کېدل ورته مهم دي. نو د تل په څېر خپل رب ته هغه څه وايي، چې تر اوسه یې ندي ویلي، ترڅو د زړه درد یې کم شي او آرام شي. هغه نجلۍ چې له ژړا ډک آواز سره خپل ځان ته وايي: «بې صبره کېږه مه. خو به زړه کې شته ژړا یې بي ارادي د خلي راووزي. د ژړا اوښکې له سترګو روانېږي او په لاسونو یې اوښکې تويیږي. د آسمان لور ته په ترخه زمزمه سره پیل کوي: «زما خدایه! ایا زه د دې ټولو غمونو توان لرم؟ خدایه، ته ګورې چې زموږ غم اوږد شوی دی؟ نور له موږ امتحان مه اخله!»
یوه شیبه وروسته، هغه په غمجنه موسکا سره خپلې سترګې له اسمان څخه راوباسي او د هغه مخې ته ګوري. د زمزمې په کولو يې له ځانه سره وخندل: “ته کولی شئ، ځکه چې ته یوه افغانه نجلۍ یې. د دې هیواد نجلۍ باید له تصوره ډېره پیاوړې وي. تا مونږ باید سر ټیټې نکړی، داسې نه چې د پوهنې دښمنان ستاسو په مصیبت خوشحاله شي. دا مهمه نده چې تاسو د نړۍ ملاتړ نه لرئ، مګر هیڅکله مه هېروئ چې تاسو د خدای په څیر لوی ملاتړی لرئ.»
د شاعر په وینا: «من حسابم ز همه مردم این شهر جداست/من امیدم به خدا بعدِ خدا هم به خداست» هو، هغه یوازې دې ته اړتیا لري چې خدای ورسره وي؛ هغه خدای چې له الفاظو پرته هم هرڅه اوريدلی شي. دا نجلۍ افغانه ده؛ هغه نجلۍ چې «زه او د دې هیواد ټولې نجونې» همدې کیدلای شي.
ای ربه! د زمانې له ټولو ظلمونو او بي رحمیو مو تا ته پناه راوړی ده.
فاضل نظري څه ښکلي وايي: «صبر زما علاج دی، مهمه نده چې دا څومره تریخ یا خوږ وي / هر څه چې وي، زه مجبور یم، هر څه چې وي، زه ورته چمتو یم»
صبر به وکړو، ځکه چې دا زموږ د کیسې پای نه دی. د کیسې په پای کې، خامخا نیکمرغي ګټونکي وي. هغه څوک چې په پای کې به په خندا نڅا کوي، موږ افغان نجونې یو.