۸صبح، غور: غور کې ځايي سرچینې وايي، چې د یوه سړي مړی د فیروزکوه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمې څخه پیدا شوی دی.
سرچینو نن یکشنبه د کب پر ۲۲ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د وژل شوي کس سترګې تړل شوی وې او د فیروزکوه ښار له «دره قاضي» سیمې څخه پیدا شوی دی.
د سرچینو په خبره، دا کس په مرمیو ویشتل شوی دی.
سرچینو ویلي، وژل شوی یارګل نومېده او د فیروزکوه ښار د «سوخته کلي» اوسېدونکی و.
یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، ۸صبح ورځپاڼې ته ومنله، چې دا کس د پخواني حکومت سرتېری و.
ورته مهال د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د دغه کس د وژنې انګېزه نه ده روښانه او تر اوسه یې په تور څوک نه دي نیول شوي.
د یادونې وړ ده، چې پرون په هلمند کې هم یو کس په مرموزه توګه ووژل شو.