۸صبح، غزني: په غزني کې ځايي سرچینو ددې ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یوه سړي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینو سه شنبې د لیندۍ په ۲۹مه ویلي چې یو کس تېره شپه د ګیلان ولسوالۍ په ضابط کلي کې د خوب په بستر کې په تبر سره وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه کس منت الله نومېده. ددې قتل لامل او انګېزه نه ده روښانه شوې.
په غزني کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، ددې پېښې په تاییدولو سره ویلي چې د مقتول مېرمن د پلټنو لپاره نیول شوې ده.