د طالبانو یو شمېر سیاسي مخالفینو په مسکو کې د روسیې د عدالت ګوند په کوربتوب « افغانستان د تېر او راتلونکي ترمنځ » په نوم غونډه کې ګډون وکړ. د دغې غونډې ګډونوالو د افغانستان د کړکېچ د اساسي حل په موخه د نړۍ او سیمې د هېوادونو د ملاتړ غوښتنه وکړه. هغوی ټینګار وکړ، چې افغانستان له بېلابېلو قومونو، ژبو او سیاسي او مذهبي ډلو جوړ یو متکثر هېواد دی او د طالبانو په انحصارپالنې او ځپونکي تګلارې سره به مخته ولاړ نه شي. د هغوی په وینا، له یوه متکثر او ولسي سیاسي جوړښت پرته به هېواد له اوسني کړکېچه خلاصون ونه مومي. د دغو سیاستوالو په اند، د طالبانو د واکمنۍ دوام به په سیمه کې د بې ثباتۍ او د بنسټپالنې د پراختیا لامل شي. د غونډې ګډونوالو د سیمې له هېوادونو او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د یوه داسې نوي سیاسي جوړښت د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه، چې ټول سیاسي او مدني ځواکونه پکې ګډون ولري. د دې غونډې غړو له طالبانو سره تعامل باج ورکونه وبلله او زیاته یې کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې دغه کار د ترهګرۍ له پیاوړتیا او د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو پرته بله پایله نه ده لرلې.
مسکو د تېرې پنجشنبې په ورځ د مخکیني حکومت له نسکورېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د طالبانو د سیاسي مخالفینو کوربه و. روسیې تر دې مخکې د «مسکو فارمټ» په غونډه کې د طالبانو مخالفینو ته بلنه نه وه ورکړې. تازه د عدالت نړۍ انېسټيټیوټ او د روسیې عدالت ګوند د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو کوربتوب کړی دی. په دې غونډه کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي جبهې د مشرتابه شورا غړي محمد محقق، د مخکینۍ ولسي جرګې استازو فوزیې کوفي او شکریې بارکزۍ او یو شمېر نورو سیاسي شخصیتونو ګډون او ویناوې کړې دي.
د مخکینۍ ولسي جرګې غړې، په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او د مسکو د غونډې ګډونواله شکریه بارکزۍ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، د روسیې ملاتړ او د دغو غونډو کوربتوب کولای شي لږ تر لږه په یوه بهیر کې د طالبانو د رژيم بدیل رامنځته کړي او د بین الافغاني خبرو فرصت برابر کړي. د مېرمن بارکزۍ په وینا، سره له دې چې دا په مسکو کې د طالبانو د مخالفینو لومړۍ غونډه وه، خو د ویناوالو غوښتنې او موخې ورته وې او په غوښتنو کې یې کوم ځانګړی توپیر نه لیدل کېده. د هغې په وينا، دا د افغانستان د مسألې په تړاو عمومي اجماع ښيي، که څه هم چې طالبانو د قضیې د یوه اړخ په توګه پکې ګډون نه درلود.
بارکزۍ د دغو غونډو پر دوام په ټینګار سره له طالبانو سره د هېوادونو تعامل په بېړه اخیستل شوی ګام ګڼي. نوموړې وايي: «زه فکر نه کوم چې له طالبانو سره په دې ډول تعامل کې بېړه کول به د افغانستان لپاره ښې پایلې ولري. د هغه څه له مخې چې طالبانو نن د یوې تګلارې په توګه ترسره کړي، د وېرې او امنیت تر منځ یوه مغالطه شته. د تعامل او باج ورکونې تر منځ لوی توپیر شته.»
له بلې خوا مېرمن بارکزۍ ټینګار کوي چې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو فعالیتونه د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی او طالبانو ته باج ورکول به وضعیت ښه نه کړي. هغه وايي: «له بده مرغه هېوادونه په يوه پړاو کې طالبانو ته باج ورکوي، خو فکر وکړئ چې که دا باج ورکونه بدله شي او د طالبانو له لوري د دغو پیسو اخیستل پای ته ورسېږي، د هغوى بلاک معلوم شي، نوهغه وخت افغانستان په ناڅاپي ډول په يوې لويې جګړې کې ښکېل کیږي.»
مېرمن بارکزۍ په مسکو کې د دغې غونډې جوړېدل مثبت ارزوي او وايي: «که څه هم مسکو پخپله د اوکراین له جګړې وروسته په سختو سیاسي شرایطو کې له نړۍ سره تعامل لري، خو هغه ځواک چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او شانګهای سازمان کې یې لري، باید د افغانستان د ستونزې د حل لپاره وکاروي.»
په دې غونډه کې له طالبانو سره د تېر حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړې فوزیې کوفي په خپلې وینا کې وویل، چې طالبان د افغانستان په واقعیت درک کولو کې پاتې راغلي دي. هغې ټینګار وکړ، چې هیڅ جریان د فشار او ټوپک له لارې حکومت نشي کولای. هغې طالبان ښه جنګیالي او بد حکومت کوونکي وبلل. کوفي چې د تېر حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړې هم وه، د ښځو او نجونو د مدني مقاومت ملاتړ وکړ او ویې ویل:« نن د افغان ښځو یوې وړې ډلې طالبان دومره ننګولي چې نه یوازې دا چې دغه ښځې یې زنداني کړي، بلکې د هغوی د کورنۍ غړي یې هم په زندان کې اچولي دي. هغه اصل چې په کلتور، اصولو او د بشري حقونو په بنسټونو کې هېڅ ځای نه لري.»
بلخوا، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د روسيې له خوا د دغې غونډې جوړېدل يو «زړور او مهم» ګام وباله او زياته يې کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې افغانستان په يوه وحشتناک تورتم او سخت کړکېچ کې ډوب شوی دی. ښاغلي مسعود وویل، چې طالبانو«له امریکا سره له خپل تړون پرته پر خپلې هېڅ کومې ژمنې عمل نه دی کړی. افغانستان د خپلو خلکو لپاره پر یوې تورې او مبهمې خاورې او د افراطیت، ترهګرۍ او جنایتکارو ډلو لپاره پر جنت بدل شوی دی.» هغه ټینګار وکړ:« افغانستان د طالبانو د ولکې له امله نه اساسي قانون لري، نه مشروعیت لري، نه ملي بیرغ لري، نیمايي نفوس د دین په نوم او له شریعته د ناسمې انګېرنې پر بنسټ له ټولو بشري چارو بې برخې شوی او اقتصاد د سقوط کېدو په حال کې دی او څو میلیونه خلک له خپل وطنه کړوونکې او سختې کډوالۍ ته اړ شوی دی.»
د ملي مقاومت جبهې مشر زیاته کړه:« افغانستان د منځنیو پېړیو په سسټم سره اداره کیږي او په طالبستان بدل شوی دی. طالبانو زموږ له خلکو د مالکیت احساس اخیستی دی. هغوی د دې لامل شوي چې د افغانستان خلک په خپل هیواد کې ځانونه د جهالت او تعصب په منګولو کې اسیر وګڼي.»
ښاغلي مسعود وویل، نړۍ باید دا ومني چې افغانستان په ژور بشري، اقتصادي او امنیتي ناورین کې دی او حل لاره یې د ټولو سیاسي قوتونو لپاره د یوه چتر جوړېدل او د راتلونکي سیاسي نظام د ټاکلو لپاره ولس ته د ټولپوښتنې په مټ د خپل برخلیک په ټاکلو کې ونډه ورکول دي. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان باید د هیڅ ستر ځواک او پوځي بلاک د اړخ نیولو پلوی نه وي.
د ملي مقاومت جبهې مشر زیاته کړه:« زه ټینګار کوم چې موږ د دې پلوي نه یو چې افغانستان دې د نړۍ د کوم پوځي ځواک او بلاک اړخ ونیسي. غواړو چې افغانستان له سیمې او نړۍ سره په همغږۍ په کورنۍ اجماع او ملي ثبات سره له ټولو سره د دوستي کولو او له هېچا سره د دښمنۍ نه کولو تګلاره غوره کړي.»
ښاغلي مسعود د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي وروستی راپور هم «ضعیف او نیمګړی» وباله او ویې ویل، چې دغه راپور کمزوري ټکي لري او که تصویب شي، د افغانستان وضعیت به لا پسې خراب کړي. د هغه په وينا، په دغه راپور کې د افغانستان د مسایلو لومړیتوبونه له لازمو تړاوونو او تضمين ورکوونکو ميکانيزمونو او له طالبانو سره د نړۍ په تعامل کې له وار دمخه شرط پرته په پام کې نیول شوي دي.
په دې غونډه کې محمد محقق د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا له ادرسه خبرې وکړې. هغه وویل چې په څه باندې دوو کلونو کې له طالبانو سره تعامل ګټور نه و او که طالبان خپلو ځپونکو او حذف کوونکو تګلارو ته دوام ورکړي، دا شورا په مناسب وخت کې د میداني مبارزو انتخاب هم په پام کې لري.
ښاغلي محقق دغه راز په افغانستان کې د هزاره وګړو وضعیت «تر ټولو ټراژیک» وباله او زیاته یې کړه: «د افغانستان هزاره خلک په هممهالي توګه دوه ډوله قومي او مذهبي تبعیض زغمي.»
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي شورا دغه غړي ټینګار وکړ، په لوبغالو، جوماتونو او ښوونځیو کې د داعش په ګډون تر بېلابېلو نومونو لاندې د هزاره وګړو ډله ییزه وژنه دوام لري. هغه وويل، چې طالبانو پر هزاره میشتو سیمو ملا ماتوونکي مالیات لګولي او د مرکزي او شمالي سيمو ګڼ هزاره وګړي يې د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ کړي دي.
له بلې خوا د مسکو په غونډه کې د ایران استازي په دیني مدرسو کې د «طالبانو د عقیدتي تګلارو» د ترویج او پیاوړتیا په تړاو خپله اندیښنه څرګنده کړه.هغه وويل، چې د طالبانو له خوا د ديني مدرسو پراخول د اسلام د يوې ځانګړې انګېرنې د ترویج لامل ګرځي او دې چارې ایران اندېښمن کړی دی.
د امنیتي وضعیت پر خرابېدو او سخت اقتصادي، سیاسي او امنیتي ناورین د طالبانو د سیاسي مخالفینو د اندېښنې له څرګندولو سره هممهاله، د ټولیز امنیت د تړون سازمان هم اعلان کړی چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعال حضور لري او په دغه هېواد کې د مخدره توکو قاچاق لاهم دوام لري.