د روسیې په کازان ښار کې د مسکو فارمټ پنځمه غونډه د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او له ترهګرو ډلو سره د مبارزې د غوښتنې په تکرارولو سره پای ته ورسېده. د دغې غونډې ګډونوالو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي. روسیې د افغانستان د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د ټولو قومي او سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې طالبان په افغانستان کې له مېشتو ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې د خپلو کړو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي. خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د ټولګډونه حکومت بهرنۍ نسخې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان کړکېچ نه دی حل کړی. د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادعا کړې چې د طالبانو رژیم «دیني او ملي مشروعیت» لري. خو د ښځو یو شمېر اعتراضي خوځښتونو دغې غونډې ته د طالبانو بلنه د دغې ډلې عادي کول بللي دي.
د مسکو فارمټ پنځمه څلور اړخیزه غونډه پرون د افغانستان پر مسألې په تمرکز سره د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه. ګډونوالو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د ترهګرو ډلو پر وړاندې د طالبانو د ريښتونې مبارزې غوښتنه کړې ده. هغوی د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د داعش خراسان څانګه او نورې ترهګرې ډلې باید د طالبانو له خوا وځپل شي.
روسیه، هند، چین، تاجیکستان، قزاقستان، ازبیکستان، ایران، قرغزستان او ترکمنستان د مسکو فارمټ غړيتوب لري. په دې غونډه کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې استازو هم د څارونکو په توګه ګډون کړی و. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و، چې دې غونډې ته طالبان د مېلمنو په توګه بلل شوي دي.
د مسکو فارمټ د غونډې ګډونوالو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې دترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتوالي له امله پر سخت امنیتي وضعیت اندیښنه څرګنده کړې ده. د دې غونډې په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبان باید په عملي اقداماتو سره ثابته کړي چې د ترهګرۍ، بې ثباتۍ او په سیمه کې د هغې د پراختیا پر مرکز د افغانستان د بدلېدو مخه نیسي.
د مسکو فارمټ د غونډې غړو په خپلې اعلامیه کې ټینګار کړی چې طالبان باید په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو او له دغه هېواده د مخدره توکو له قاچاق سره په مبارزه کې خپله همکاري زیاته کړي.
د دې غونډې ګډونوالو دغه راز د ښځو د زده کړو او کار د حق د خوندېتوب غوښتنه کړې ده. د هغوی د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: « موږ د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو لګېدلي بندیز باندې تمرکز وکړ او له افغان چارواکو [طالبانو] مو وغوښتل چې په ښوونځیو کې له نړۍوالو معیارونو سره سمې عصري زده کړې دود کړي.»
بلخوا، د روسیې ټاس خبري اژانس د افغانستان په چارو کې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له خولې ویلي، چې تاجیکستان دغه ګډه اعلامیه نه ده لاسلیک کړې. کابلوف ویلي دي:« موږ خپل کار پای ته رسولی او له تاجیکستان پرته نږدې ټولو د کازان اعلامیه لاسلیک کړې ده، ځکه چې زموږ تاجیک ملګري د دې اعلامیې پر ځینو مادو اعتراض لري.»
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف د افغانستان د وضعیت په اړه د خپل هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف اندېښنه بیان کړې ده. هغه د لاوروف له قوله ویلي دي، چې طالبان په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې د خپلو کړو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.
کابلوف د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر له خولې ویلي دي، چې د طالبانو رژیم به هغه مهال په رسمیت وپیژني چې پر خپلو نړۍوالو ژمنو «یعنې د ټولګډونه حکومت پرجوړولو، نه یوازې له قومي پلوه، بلکې له سیاسي پلوه عمل وکړي.»
د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په افغانستان کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي هم په افغانستان کې د حکومتولۍ لپاره د یوه مشروع قانوني چوکاټ» د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي: «هغه بنسټیزه او مهمه مسأله چې په تثبیت سره به یې په سیمه کې د آرامۍ فضا ټينګه شي، ژر تر ژره د یوه مشروع قانوني چوکاټ د ترلاسه کولو پر لور د طالبانو تګ دی، داسې قانون چې د افغاني ټولنې د تنوع پر واقعیت ولاړ وي او په دایره کې یې ټول قومونه، مذهبونه او ژبې شاملې وي.»
دغه راز د دې غونډې یو شمېر ګډونوال امریکا د افغانستان د روان وضعیت مسووله بللې ده. هغوی زیاته کړې، چې امریکا باید د افغانستان د بیارغونې په برخه کې خپل مسوولیت په رسمیت وپېژني او د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
بلخوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د مسکو په غونډه کې ویلي دي، چې په تېرو ۴۵ کلونو کې « د ټولګډونه حکومت د نه تعریف شوې اصطلاح په نامه» هېڅ یوه بهرنۍ نسخه نه ده توانیدلې چې د افغانستان کړکیچ حل کړي. هغه د دې غونډې له ګډونوالو غوښتي دي، چې د طالبانو لپاره دې د حکومتولۍ نسخه نه وړاندې کوي او پر ځای دې یې له دغې ډلې سره «رسمي کار» پیل کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادعا کړې، چې دوی د معاصرو سیاسي واقعیتونو پر بنسټ په افغانستان کې د داسې حکومت بنسټ اېښی دی چې د اغېزناکې حکومتوالۍ ترڅنګ دیني او ملي مشروعیت لري. نوموړی په داسې حال کې د طالبانو رژیم « د دیني او ملي» مشروعیت لرونکی بولي چې ټول هیوادونه ان د دې غونډې ګډونوال د طالبانو جوړښت له کورني او بهرني پلوه نامشروع ګڼي.
له بلې خوا د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا له دغې غونډې مخکې د ملګرو ملتو په شتوالي کې د طالبانو په ګډون د ټولو خواوو په حضور سره د سیمه ییزې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. دغې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي دي:« له طالبانو سره یو اړخیز تعامل د یوې داسې افراطي ډلې د سپینولو په مانا دی چې د واکمنۍ دوام یې د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي او اغېزناک به نه وي.»
دغه راز یو شمېر سیاسي فعالان او د ښځو اعتراضي خوځښتونه وايي، چې سیمه ییزو غونډو ته د طالبانو په بللل کېدو سره باید د دغې ډلې د عادي کولو هڅه ونه شي. د ارغواني شنبو غورځنګ په یوه اعلامیه کې د مسکو فارمټ غونډې ته د طالبانو پر بللو نیوکه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې په ۲۰۱۷ کال کې د مسکو فارمټ غونډه له طالبانو سره د خبرو لپاره له امريکا نه د یوه جلا فارمټ په توګه د روسيې له خوا جوړه شوه. د طالبانو غړو د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ کال کې د مسکو په غونډه کې د عباس ستانکزي په مشرۍ او د طالبانو د اوسنیو چارواکو عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور او سهیل شاهین په غړیتوب سره ګډون وکړ.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، خپل د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په ۲۰۲۱ کال کې دغې غونډې ته واستاوه، خو روسیې د ۲۰۲۲ کال د مسکو په غونډه کې دغې ډلې ته بلنه ورنه کړه.
د یادونې وړ ده، چې روسیې د «مسکو فارمټ» په جوړولو کې امریکا ته هم د ونډې اخیستو بلنه ورکړه، خو امریکا هغه مهال د مسکو بلنه ونه منله.