د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وېلي چې څو ورځې مخکې هغه، د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج او د پوځ لوی درستیز یاسین ضیا په بحرین کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه او د دغه هېواد د پوځي استخباراتو سازمان له رییس فیض حمید سره وکتل.
حمد الله محب د کب په درویشتمه نېټه د لوړپوړو امنیتي مسوولینو په ګډون خبري ناسته کې په دې اړه مالومات ورکړل. هغه جوته کړه چې دا ناسته د بریتانیې په منځګړیتوب ترسره شوې وه او له دې امله چې دواړو لوریو یې د ځای په اړه اختلاف درلود بحرین ددې ناستې د ځای په توګه وټاکل شو.
د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې افغان دولت په کابل کې او پاکستان په راولپنډۍ کې ددغې ناستې د جوړېدو غوښتونکی و. هغه وویل چې د دواړو لوریو ناسته د بریتانیې په منځګړیتوب په بحرین کې ترسره شوه.
ښاغلي محب د دغې ناستې د جزیاتو په اړه مالومات ورنه کړل، خو وې وېل چې دا یوه تعرفي ناسته وه او کوم ځانګړی پرمختګ نه دی پکې شوی خو یوازې هوکړه وشوه چې دا ناستې دوام ومومي. د حمد الله محب په وینا، دا لومړی ناسته وه او هوکړه وشوه چې په راتلونکي کې هم دا ډول ناستې دوام وکړي.
حمدالله محب همداراز ووېل: لکه څنګه چې مخکې مو هم ويلي، یوازې له طالبانو سره مذاکره په هېواد کې د سولې د ټینګښت لامل نه کېږي او مهم پاکستان دی.
اسلام اباد د سولې په بهیر کې د صادقانه همکارۍ نه کولو او همداراز له طالبانو په ملاتړ تور دی. په دې وروستیو کې د افغان چارواکو له خوا د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان پر دریځ نیوکې زیاتې شوې دي. ولسمشر غني په تېرو څو اونیو کې په ځلونو له پاکستانه غوښتي چې له افغانستان سره په واقعي توګه سوله وکړي.