۸صبح،کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ویلي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه به د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه نن په نیویارک کې جوړه شي.
یوناما د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې دا غونډه به نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۳۱ مه) د ماښام په شپږنیمو بجو جوړه شي.
د خبر پاڼې له مخې په دغه غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشره رزا اوتونبایوا هم وینا کوي.
یوناما د دې غونډې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ ویلي و، چې طالبانو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو ۵۰ فرمانونه صادر کړي دي.




