۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې په روانه میاشت کې به د افغانستان په تړاو غونډه جوړه کړي.
نوموړي سازمان دوشنبه د لیندۍ پر ۱۲مه په یو خپاره کړي بیان کې د دې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی، خو د کره نېټې په تړاو يې جزئيات نه دي وړاندې کړي.
په بیان کې راغلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایوا، د افغانستان د بندیزونو کمېټې مشر په توګه د اکوادور سفیر اندرېس مونتالوو سوسا او د بشري مرستو د همغږيکوونکي دفتر «اوچا» یو چارواکی وینا وکړي.
دغه سازمان همداراز ټینګار کړی چې په دې غونډه کې به د افغانستان د مدني ټولنې یو استازی هم ګډون ولري.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وینا، له رسمي غونډې وروسته به خبرې د بندو دروازو شاته وشي.
که څه هم تر اوسه د دې غونډې اجنډا نه ده څرګنده، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو بنسټونو د طالبانو له خوا د بشري ناورین د ناوړه کېدو او له بشري حقونو څخه د سرغړونې خبرداری ورکړی دی.




