۸صبح، پکتیا: د پکتیا په روحاني بابا ولسوالۍ کې یوه شپږ کلنه نجلۍ تښتول شوې او وروسته په بې رحمۍ سره وژل شوې ده.
د دغې ماشومې پلار محمد جنت چهارشنبه د زمري پر ۵ ویلي، چې لور یې په ظالمانه توګه سنګسار او وژل شوې ده.
د هغه په وینا، لور یې د لوی اختر پر دویمه ورځ تښتول شوې وه او پرون یې مړی په یوه کنډواله کې موندلی دی.
تر اوسه د دې ماشومې د قتل انګېزه روښانه نه ده. د ماشومې پلار ویلي، چې له هېچا سره دښمني نه لري.
پکتیا کې د طالبانو ځایي مسوولانو د دې نجلۍ وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي، چې د دغه قتل په تړاو یې درې تنه نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پکتیا کې جنایي جرمونه، مرموزې وژنې او د وسله والو فعالیتونه زیات شوي دي.