۸صبح، خوست: په خوست کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو محصل په مرموز ډول وژل شوی دی.
سرچينې له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ د وږي په ١٤مه، د خوست مرکز ته څېرمه رامنځته شوې ده.
دغه کس نسیم الله نومیږي او د چړو په ګوزارونو وهل شوی دی.
طالبانو هم د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د نسیم الله د وژنې په تړاو یې یو تن د دې ډلې له خوا نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو څو مياشتو کې د هېواد په زياترو ولايتونو کې مرموزې وژنې زياتې شوې دي.
څه موده وړاندې د خوست په مندوزيو ولسوالۍ کې يو ٢٦ کلن ځوان په مرموز ډول وژل شوى و.





