پروان کې یو طالب د غلا پر مهال د کور د څښتن له خوا ووژل شو

۸صبح، پروان: پروان ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې یو طالب چې غوښتل یې له یوه کور څخه غلا وکړي، د کور د څښتن له خوا ووژل شو.

دغه پېښه یکشنبه شپه د لیندۍ پر اوومه نېټه د پروان د جبل‌السراج ولسوالۍ په اړوند تګلر سیمه کې شوې ده.

د سرچینو په وینا وژل شوی کس یو تنکی ځوان و او د کور د څښتن له خوا په ښکاري ټوپک وژل شوی دی.

پروان کې ځایي طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي، چې وژل شوی کس د غلو له یوې پنځه کسیزې ډلې څخه دی.

د ویلو ده، چې له څه مودې راهیسې د پروان ولایت په بېلابېلو برخو کې د طالبانو له نوم او پوځي تجهیزاتو په ګټې اخیستو وسله‌والې غلاوې زیاتې شوې دي.

له دې مخکې هم ځایي سرچینو، طالبان د دغو غلاوو عاملان ګڼلي دي.

موده مخکې هم وسله‌وال غله د طالبانو له نوم او پوځي جامو په کار اخیستو د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند سیمو کې درېیو کورونو ته دننه شول او د دغو کورنیو توکي یې غلا کړل.

ورته لیکنې

Back to top button