۸صبح، ننګرهار: د هېواد له ختیځ ننګرهار ولایت څخه سیمه ییزې سرچینې وایي، چې یوه طالب خپل ورور وژلی دی.
دغه پېښه چهارشنبه د وږي پر دویمه نېټه په ۱۰:۰۰ بجو د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په باغبان سیمه کې شوې ده.
ځایي سرچینې وایي، چې دغه طالب د کورنۍ موضوع په سر له لفظي شخړې وروسته خپل ځوان ورور وژلی او له سیمې تښتېدلی دی.
طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.