هر څه د یکشنبې په ورځ پېښه شوه. جمهوري نظام سقوط وکړ او طالبان واک ته ورسېدل. د دې موضوع تر شا، ځینې کسان وو چې ځان یې پلورلی و او د هېواد پالنې په لوبو سره یې د خلکو برخلیک له تورتم سره مخ کړ.
زه چې یو زده کړیال وم، د استبدادي نظام د پردې ترشا لوبو، راته ډېر ارزښت نه درلود. زما ټوله اندېښنه، د ناولونو ویل، پوهنتون ته تګ او خپلې معشوقې ته لیکل وو. خو ناورین جوړونکی کړکېچ په لاره و. ولایتونو یو پر بل پسې سقوط کاوه او تسلیمېدل، ژوند مړ شو. نور نور بې تفاوته نشو پاتې کېدای، د هېواد میلیونونه وګړو په شان مې، هر څه د ټولنیزو شبکو له لارې کتل. درېیو کلمو «نری خط»، «سقوط» او «تسلیمي» ډېر ځورولم.
د کابل له سقوط یوه ورځ وروسته، د زمري میاشتې د ۲۳مې په شپه، د سیاسي، جهادي او پوځي ګوندونو مشرانو له خولو د مقاومت خبرې اورېدل کېدې. ښايي د ما په څېر ډېر، چې د سیاسي لوبو په اړه نه پوهېدو، په دې آوازو خوښ وو. خو د شپې په ۹:۳۰ بجو، کله چې له یوه ملګري سره، د اندېښنو او کله کله مو د هیلو په اړه خبرې کولې، د مزارشریف ښار د سقوط خبرې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې. یو سقوط او بله تسلیمي، په هغه شېبه مې، یوازې جسم درلود، او روح مې نه و د دې په اړه چې سبا ته به کابل هم سقوط وکړی.
خو د هماغې شپې په سبا، بیا پوهنتون ته ولاړم. د پوهنتون سپین ږیري کار کوونکي، له خپل همکار سره د وضعیت په اړه خبرې کولې، د طالبانو د حکومت له مخکینۍ دورې چې ظاهراً هغه څه چې د نظام پر سر راځې، خوښ و. په داسې وخت کې چې ښايي ولسمشر د تېښتې او طالبانو ته د کابل سپارولو په هکله فکر کاوه، زه او ټولګیوال مې د پوهنتون په چوکۍ کې ناست وو. د پوهنتون چاپېریال د نورو ورځو په شان نه و، د ټولو له سترګو اندېښنې ښکارېدې. له نورو ورځو مخکې، له پوهنتونه راووتو. له پوهنتونه بهر یوازې یو څه لېدل کېدل: وېره، وېره، وېره.
پل سوختې ته چې راورسېدم، د یوې ښځې په ژړاوو کې مې وېره ولیدله. که هر چا دا شېبه لیدلې وای، ښايي ویلي یې وای، هرومرو یې د کورنۍ کوم غړي له لاسه ورکړی چې داسې ژاړي. خو نه، هغه کوم نږدې کس له لاسه نه و ورکړی، یوازې له کلیوالو ملیشو وېرېدلې وه، او بس. ټول خلک په چټکۍ سره روان وو؛ ټول کور ته تلل. کله چې کور ته ورسېدم، مور مې اندېښمنه وه. ډېره وېرېدلې وه. له ما یې پوښتنه وکړه، طالبان کابل ته راورسېدل؟ خپله اندېښنه مې په خندا کې پټه کړه او و مې ویل چې، تراوسه نه. خو ریښتیا دا و چې نورنو هر څه پای ته رسېدلي و.