۸صبح، زابل: په زابل ولایت کې تر ۵ کاله کم عمره ۱۷۰ زره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو.
دا کمپاین د ۱۷۲ ډلو له خوا د زابل ولایت په ټولو ولسوالیو او کلیو کې د ماشومانو د واکسینولو لپاره پیلېږي.
د واکسین کمپاینونه چې مخکې به کور په کور ترسره کېدل، د طالبانو له واکمنۍ وروسته په جوماتونو ترسره کېږی.
نن په زابل کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین لومړۍ ورځ وه.
د ویلو ده، چې د زابل ولایت اوسېدونکې په جوماتونو کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین له پلي کېدو ناخوښه دي او غوښتنه کوي چې واکسین دې تر کورونو ور ورسول شي.