۸صبح، هلمند: په هلمند کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو قومي مشر او مېرمن یې وژل شوي دي.
دا پېښه شنبه د کب پر ۵مه شپه مهال د لښکرګاه ښار اړوند په «لګن مېنې» کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، دا کس او مېرمن یې د ناپېژانده وسلهوالو له لوري په خپل کې وژل شوي دي.
وژل شوی کس نجیبالله نومېده چې د هلمند د ناوې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او له څو کالو راهیسې یې په لښکرګاه کې ژوند کاوه.
د سرچینو په حواله، نوموړي د پخواني حکومت پر مهال په بېلابېلو ادارو کې دنده کړې وه.
د دغو دوو کسانو د وژنې انګیزه روښانه نه ده.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ د سیمې اوسېدونکو د میدان وردک د جلریز ولسوالۍ په سیاه خاک سیمه کې یو مړی پېدا کړی و.