۸صبح، کابل: په فاریاب کې پر خوږو اوبو د مالګینو اوبو د اړولو او تصفیې یوه شبکه د ورلډ ويژن موسسې د ۳.۴ میلیونو افغانیو په ملاتړ بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
باختر خبري اژانس یکشنبه د تلې پر ۲۶مه راپور ورکړی چې د اوبو رسولو دا شبکه د فاریاب د چهلګزي ولسوالۍ په «خواجه اسفلان» کلي کې جوړه شوې ده.
د راپور له مخې، د دغې پروژې په بشپړېدو ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
دا شبکه د کلي اوسېدونکو ته د پاکو اوبو د برابرولو په موخه رغول شوې او مالګینې اوبه تصفیه کوي څو د څښاک لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ګڼ اوسېدونکي په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته اړین لاسرسی نه لري.





