۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی تاجالدین اویوالي وايي، په افغانستان کې ماشومانو او کورنیو ته د خوندي او باکیفیته درملو ډاډمن لاسرسی اړین دی.
اویوالي یکشنبه د تلې پر ۲۶مه پر اېکسپاڼه لیکلي چې په افغانستان او ازبکستان کې د یونیسف دفترونو په تاشکند ښار کې د سیمې له درمل جوړونکو سره لیدلي دي.
د هغه په وینا، د دې لیدنې موخه په افغانستان کې اړینو درملو ته د دوامدار او ډاډمن لاسرسي د تضمین لپاره د همکارۍ د لارو چارو ارزول و.
یونیسف په داسې حال کې په افغانستان کې اړینو درملو ته پر ډاډمن لاسرسي ټینګار کوي چې په تېرو پنځو کالو د هېواد په روغتیايي خدماتو په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې ګڼې ستونزې رامنځته شوې دي.
د روغتیايي تجهیزاتو او باکیفیته درملو نشتوالی، د ښځینه ډاکټرانو پر فعالیت محدودیتونه او د روغتیايي امکاناتو کمښت هغه ستونزې دي چې روغتیايي خدماتو ته یې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لاسرسی له ننګونو سره مخ کړی دی.





