د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وايي چې مسکو د اوکرایین بریدونو ته دوامداره ځواب وايي او د روسیې پراخ او سمبال شوي بریدونه دوام لري.
ټاس خبري اژانس یکشنبه د اکتوبر پر ۱۸مه راپور ورکړی چې پسکوف دا څرګندونې پر سن پترزبورګ ښار د اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو پراخو بریدونو په اړه د مسکو د غبرګون په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
پسکوف ویلي چې د کییف حکومت، که څه هم د مقاومت هڅه کوي، نه شي کولی د پېښو بهیر بدل کړي.
هغه د اوکرایین د حکومت د وضعیت اړه ویلي چې دا حکومت د خپل «ژوند په وروستیو پړاوونو» کې دی.
د کرملین ویاند زیاته کړې چې مسکو د کییف اقداماتو ته پرلپسې ځواب ورکوي او پراخ بریدونه کوي چې په خبره یې، د روسیې د پام وړ پایلې یې لرلې دي.





