۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځايي سرچینې وايي، د احمد په نوم یو ځوان چې نن سهار د کندهار ښار په پنجوايي څلورلارې کې د طالبانو په ډزو کې ټپي شوی و، د ټپونو له کبله یې ساه ورکړې ده.
سرچینو یکشنبه د تلې پر ۲۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې احمد د پنجوايي ولسوالۍ د «موشان» کلي اوسېدونکی و.
سرچینې زیاتوي چې نوموړي د کندهار ښار د هرات د موټرو په پارک کې د صراف په توګه کار کاوه.
د سرچینو په خبره، ښايي نوموړی له کوره د کار پر لور د تګ پر مهال په ډزو لګېدلی وي.





