۸صبح، ننگرهار: سرچینو په ننګرهار کې د یوې ښځې د ځانوژنې خبر ورکړی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دې ښځې سهشنبه د لړم پر ۱ د ننګرهار د بټيکوټ ولسوالۍ اړوند په باریکاب کلي کې ځانوژنه کړې ده.
تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی څرګند شوی.
ورته مهال، د ننګرهار طالب مسوولانو هم دا پېښه منلې.
څه مخکې هک په بټيکوټ ولسوالۍ کې یوه ځوان ځانوژنه کړې وه.
پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو ترمنځ د ځانوژنې کچه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه تازه راپور کې ویلي و چې د طالبانو نوي قانون ښځې او نجونې له شدید رواني فشار سره مخ کړي دي.





