۸صبح، فاریاب: د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې یوې ښځې د هغه څه له امله چې کورنی تاوتریخوالی بلل شوی، ځان ځوړولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.
ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د مرغومي د ۱۸مې ماښام مهال یوې دېرش کلنې مېرمن د کورني تاوتریخوالي له امله د دې ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې په خپل کور کې ځان زندی کړی دی.
د سرچینو د مالوماتو له مخې، له دې مېرمنې درې کوچني ماشومان هم پاتې دي.
دا په داسې حال کې دي چې دوې ورځې مخکې هم په فاریاب ولایت کې وه ځوانه مېرمن د کورنۍ د نارینه وو له خوا په مرمۍ سره وژل شوې وه.
په فاریاب ولایت کې د ښځو د ځانوژنې په اړه ډېر راپورونه ورکړل شوي چې په ډېری موردونو کې یې لامل کورني تاوتریخوالي او همداراز د ښځو لپاره روان ناوړه وضعیت بلل شوی دی.