هانا آرنټ، یوه آلمانۍ لیکواله او سیاسي پوهاند، د نازیانو دایډیالوژیکي وسایلو د ژور پوهیدو لپاره د “مبتذل شر” مفکوره جوړه او تیوریکه یې کړه، چا چې د یهودي خلکو د شکنجه کولو لپاره د وژنې سیستماتیک سیسټم او کوټې جوړې کړې وې. په حقیقت کې، د دې مفکورې په ایجادولو سره، آرنټ غوښتل چې معلومه کړي چې د نازي سیاسي او وژنې ماشین څنګه کار کوي. اولدوف آیشمن د نازي رژیم د یو افسر په توګه چې د یهودانو د وژلو لویه برخه یې په خپلو لاسونو ترسره کړې، دغو جنایتونو ته څنګه ګوري. د اسراییلو د تاسیس وروسته، آیشمن په اورشلیم کې محاکمه شو، او د آرنت مهم کتاب «آیشمن په اورشلیم کې؛ د بدیو او د بدمرغو راپور» په نوم کتاب کې هغه د دې محکمې په اړه لیکلی او دا حقیقت یې په ګوته کړی چې د عادی افرادو لخوا هم خورا ناوړه او غیر انساني جرمونه ترسره کیدی شي.
سروش دباغ چې یو ایرانی لیکوال او فیلسوف دی، د مبتذل شر تفسیر یې د یوکس د وروسته پاتي کېدلو د بدۍ اساس ګڼلی دی؛ هغه یوه پروسه ده چې په لړ کې خورا وحشتناک او غیر انساني جرمونه د ځینو ساده او کوچنیو دلیلونو لپاره تر سره کوي. آرنت د خپل کتاب په ځینو برخو کې دا دلیل هم په تفصیل سره څرګند کړی چې د نازي افسرانو په خورا ساده دلایلو وحشیانه جرمونه وکړل او په خپل کار پښیمانه هم نه وو. نازيانو نظام په داسې ډول چلاوه چې حتی په اور د سوځولو او د ډله ییزو وژنو عاملینو په مخونو کې د ضمیر یا پښېمانۍ لږ څه هم نه ښکارېدل. له همدې امله، آېشمن په خپله محاکمه کې په مکرر ډول وویل چې هغه یوازې د مامور په توګه امرونه عملي کړي دي، بل هیڅ شی یې کم او زیات ندي ترسره کړي. هغه حتی نور هم مخکي تللی او ويلې دي چې هغه په ځینو مواردو کې د یهودانو سره مرسته کړې او د دوی خیر یې غوښتو.
د دې مقدمي په وړاندې کولو سره، زه د “مبتذل شر” د سیاسي – فلسفې د مفکورې څخه په مفهوم اخیستلو سره چې هانا آرنټ یې بنسټ ایښودونکی دی، زه د سیاسي اسلام په واکمنۍ کې د مرګ او وژنې ستونزې سره د کوچنی پیښې په توګه معامله کوم چې د دي ډول اسلام روښانه نمونه ده؛ هغه اسلام چې په هغه کې واک ته رسیدل اصلي هدف وي چې دین او مذهب قدرت ته د رسیدو وسیله بلل کیږي.
که چېرته د اوسنیو حالاتو په تحلیل کې لازمه پاملرنه وکړو نو معلومه به شي چې په دې ورځو کې مرګ څنګه یو کوچنی او عادي خبره ګرځیدلې ده او هره ورځ په سلګونو کسان د سیاسي اسلام په واکمنۍ کې او د هغه د اړوندو ډلو لخوا په خورا کوچنیو دلایلو وژل کیږي. لکه څنګه چې د نازیانو په واکمنۍ کې جرم او شر ته په ټیټه سترګه کتل کیدل، د سیاسي اسلام په واکمنۍ کې او د سیاسي اسلام سره د تړلو ډلو لخوا هم نه یوازې جرم، بلکې مرګ هم یو عادي کار بلل کېږي.
جومات چې د یو روحاني ځای په توګه هلته باید سوله آرامتیا او عبادت وشي، په قصاب خانه بدل شوی او هرڅوک هلته له تګ څخه ویره لري. په تېرو کلونو کې په دغو ځایونو کې د سیاسي اسلام اړوندو خوځښتونو له خوا لسګونه ځانمرګي بریدونه شوي دي. پوهنتونونه، ښوونځي او د خلکو د راغونډېدو مرکزونه ډېر نازک او خطرناک دي او هره شېبه دا وېره شته چې هلته به وژونکي ځانمرګي بريدونه وشي او سلګونه کسان به ووژل شي. حتی خلک په خپلو کورونو کې په امن نه دی او په بېلابېلو لاملونو وژل کېږي. د سیاسي اسلام نظام چې دین یې یوه وسیله ده او مقصد یې نه دی، په زرګونو آیشمنان یې روزلي چې نن یې مسلمانه ټولنه په وینو لړلې ده. د سیاسي اسلام جنګیالي خلک د مامور کیدلو، ډاکټر کیدلو، ږیرې نه لرلو او په سلګونو نورو کوچنیوو دلایلو وژني، وژلي دي او لا به یې وژني. دوی حتی په ماشومان او نوي زیږیدلي ماشومان هم رحم نه کوي.
مرګ دومره معمولی او عادي شوی دی او خلک ورسره عادت شوي دي چې نور انسانان د ریاضي په شمیرو بدل شوي دي. د دوی د مړینې لیست د رسنیو لخوا عام کیږي او څو ورځې وروسته یې له حافظې او خواله رسنیو څخه حذف کیږي. هر کار په تکراری ډول ترسره کیدل په یو عادی کار بدلېږي. سیاسي اسلام له څلورو لسیزو راهیسې د قصابی لپاره توره د نیام څخه رایستلی ده. دا توره چې په استخباراتي، جهالت، قوميت او پټو دښمنیو هم سمباله ده، دومره وینه تویوي او خلک وژني چې لږ تر لږه د سیمې په هیوادونو کې یې ساری نه لیدل کیږي او په دې دومره ډېرو وینو تویولو سره یې مرګ عادی کړی دی، ترټولو خوندي ځایونه لکه د عبادت ځایونه، تعلیمي مرکزونه او حتی د زیږون په روغتونونو باندې بریدونه کوي، دا د سیاسي اسلام اختراع ده. د مرګ مبتذل کېدل او مرګ یې یوه عادی کړنه ګرځولی، دا د سیاسي اسلام د ایډیالوژۍ هغه د لاسته راوړنو څخه ده چې د څلورو لسیزو را پدیخوا هڅه کوي ترڅو هغه فاضل او بهترین ښار رامنځ ړته کړي چې یوازي د زهني فکر څخه پرته بهرنی وجود نلري.
حتی د دې غورځنګ مشران، چې د ځان وژونکو کنډکونه لري، دا خبره مني. د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني چې په خپلو ځانمرګو کنډکونو او ځانمرګو بریدګرو باندې ویاړي، په یوه غږیز کلیپ کې شکایت کوي چې د دې ډلې جنګیالي هڅه کوي په پوستو کې د کوچنیو دلایلو له امله خلک ووژني. فکر وکړئ، کله چې د دې ډلې مشران له وضعیت څخه ویره لري او تري تنګ شوي، د ټولنې په ټیټه کچه کې به وضعیت څنګه وي. داعش په خپلو اورونو کې خلک ژوندي سوځول او فلمونه یې نړۍ ته خپاره کړل او په ننګرهار کې یې بوډاګان په ماینونو کینول او والوځول چې جسدونه یې په هوا کې ورک شول. دا جرمونه په خورا کوچنیو دلایلو او د هغو کسانو له خوا ترسره شوي چې ځانونه د اېشمن په څېر بې ګناه ګڼي او حتی له شر څخه مستثنی دي. دوی داسې انځوروي چې دوی د خدای حکمونه پلي کوي او په دې توګه دوی نه یوازې دا چې ظلم نه دی کړی، بلکې د خلکو د ښېګڼې لپاره راغلي دي چې خپلې خوښې اسلامي حکومت بنسټ د زیږون په روغتونونو، ښوونځیو او پوهنتونونو په کنډوالو کې کېږدي.
سياسي اسلام په زرگونو آیشمنان پيدا کړي دي چي په اسلامي هيوادونو کي په وينو سرې خولي ګرځي. دوی د یو داسې سیسټم له خوا لوی شوي چې مرګ یې یو عادي کار ګرځولی، بدی او شر په کوڅو او شا او خوا لارو او حتی په عبادت ځایونو کې د معمول په توګه شتون لري او د عادي کړنو لاملونو لپاره د خلکو وینې تویوي.
ایډیالوژیکي نظامونه تل د داسې بدمرغه برخلیک لامل کیږي، او دوی د واک ترلاسه کولو او د خپلې خوښې د فاضل او بهترین ښار د رامینځته کولو لپاره له هیڅ ډول جرم څخه ډډه نه کوي. په افغانستان کې چې د سیاسي اسلام د واکمنۍ اوج دی، د جرمونو د عادي کېدو او د بی باکه وژنو بېلګې لیدل کېږي. په زرګونو خلک وژل کیږي، او د ریاضياتي شمیرو په څیر، لومړی په رسنیو کې خپریږي او بیا له حافظې څخه حذف کیږي. دا عمل دومره وحشیانه دی چې یو وخت د سیاسي اسلام یو جنګیالي ادعا کړې وه چې “موږ یې وژنو، که ښه وي، جنت ته به ځي او که بد وي، دوزخ ته به ځي”. دا خبرې په هر ډول چې کیږي عادي نه دي. دا هغه خبرې دي چې د سیاسي اسلام بنسټ جوړوي. دا یوه کلمه ده چې پر بنسټ یې دوی موږ وژني. دا حیرانونکې ده چې د دوي دا خبره عادي یا په مسخره بدله شوې ده.