۸صبح، خوست: د خوست سیمهییزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت یو ځوان اوسېدونکي په کابل کې ځانوژنه کړې ده.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دې ځوان جمعه د تلې پر ۱۳مه خپل ژوند پای ته رسولی دی.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، دا ځوان رشیدشاه نومېده او د خوست مرکز اړوند د «شګې» کلي اصلي اوسېدونکى و.
که څه هم تر اوسه د رشیدشاه د ځانوژنې انګیزه څرګنده نه ده، خو ځینو سرچینو ویلي چې نوموړی پر رواني ناروغۍ اخته و.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې په دې وروستيو کې خوست کې د اقتصادي ستونزو له کبله د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې دي.
څو ورځې مخکې په دغه ولایت کې یو پخواني سرتېري د اقتصادي ستونزو له کبله ځانوژنه کړې وه.





