۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو پاخهعمره سړي د بېوزلۍ له امله ځان وژلی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دې کس دوشنبه د مرغومې پر ۱۷مه د کابل سیند ته ځان غورځولی او ژوند یې بایللی دی.
سرچینې وايي چې دا سړی «اللهداد» نومېده او د جلالاباد د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی و.
سرچینو د نوموړي د ځانوژنې لامل بېروزګاري او اقتصادي ستونزې بللې دي.
سرچینې زیاتوي چې تر اوسه د دې سړي مړی موندل شوی نه دی.
په ننګرهار کې طالب مسوولانو تر اوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.
د یادونې ده چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانانو ترمنځ د ځانوژنو پېښو ګراف لوړ شوی دی.





