۸صبح، پکتیکا: په پکتیکا کې ځايي سرچینې وايي چې د واده په مراسمو کې د ښادۍ ډزو په پایله کې یو ځوان وژل شوی دی.
سرچینو دوشنبه د تلې پر ۱۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا ځوان بختالله ځدراڼ نومېده او نن له غرمې وروسته د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینې وايي چې دا ځوان کلونه په عربستان کې اوسېده او تازه هېواد ته راغلی و.
ویل کېږي چې دا د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې درېیمه ورته پېښه ده چې په هېواد کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په خبره، دوه ورځې مخکې هم د پکتیکا په یوسفخېلو کې د ناوې ورور د ښادۍ په ډزو کې وژل شوی و.





