۸صبح، کابل: ځينې روغتیايي سرچینې وايي چې اقتصادي ستونزو او د کورنیو مالي بېوسۍ، په کابل ښار کې د هغو ښځو شمېر لوړ کړی چې د جنین د سقط لپاره مراجعه کوي.
سرچینو دوشنبه د تلې پر ۲۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په وروستیو میاشتو کې په کابل کې د جنین د سقط لپاره د مراجعه کوونکو ښځو شمېر زیات شوی دی.
د روغتیايي سرچینو په خبره، یوازې په یوه اوونۍ کې درېیو ښځو مراجعه کړې چې د دغو ښځو ځينې یې ان د ډاکټر د فیس وس هم نه لري.
ویل کېږي چې د جنین پر سقط د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوې چې ځینې ښځې دولتي روغتونونو ته له ورتګه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته اقتصادي وضعیت ترینګلی شوی او د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.
د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو ترڅنګ، نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو هم بېبرخې دي او د جبري ودونو او په کم عمرۍ کې د امیندوارۍ د خطرونو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.





