د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره پر دوه اړخیزو اړیکو او وروستیو سیمهییزو او نړیوالو پرمختګونو غږېدلی دی.
تسنیم خبري اژانس دوشنبه د اکتوبر پر ۱۹مه راپور ورکړی چې پزشکیان او لاوروف نن مازیګر لیدلي دي.
د راپور له مخې، په دې لیدنه کې د تهران او مسکو ترمنځ مناسبات او د ګډو همکاریو د پراختیا میکانیزمونه ارزول شوې دي.
دواړو پر سیمهییزو او نړیوالو پرمختګونو هم بحث کړی خو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره شوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په فارس خلیج کې د کړکېچ کمولو پر لارو چارو له خپل ایراني سیال عباس عراقچي او د دغه هېواد له ولسمشر سره د خبرو په موخه تهران ته تللی دی.





