۸صبح، کابل: د افغان تحلیلګرانو شبکه وايي چې په ایتالیا کې افغان کډوال له ټيټ معاش، د ژوند له لوړو لګښتونو، له کډوالو کارګرو ناوړه ګټې اخیستنې او په ګومارنه کې له تبعیض سره مخ دي.
نوموړې شبکې یکشنبه د تلې پر ۲۶مه راپور ورکړی چې ډېرې کاري بوختیاوې په کرنه او ګرځندوی کې دي چې موسمي او نارسمي بڼه لري.
یاد بنسټ د عاید ټیټه کچه د افغان کډوالو لویه ننګونه بللې او ویلي یې دي چې په ایټالیا کې معاشونه د ډېرو اروپايي هېوادونو پرتله ټیټ دي؛ له همدې کبله ځينې افغانان په ایټالیا کې له کلونو ژوند او تابعیت اخیستلو وروسته هم له دغه هېواده وځي.
د راپور له مخې، ځينې یې یوازې ایټالیا ته د خپلو اسنادو د تمدید لپاره ورځي.
په راپور کې راغلي چې د ایټالیا په اقتصاد کې د نارسمي دندو پراختیا، له کډوالو کارګرو ناوړې ګټې اخیستنې ته لار برابره کړې ده.
ځينې کارګومارنکي، کډوال په ودانیزو شرکتونو او کروندو کې له مناسب قرارداد پرته استخداموي یا له ټاکل شویو ساعتونو ډېر کار پرې کوي.
د دغې شبکې په خبره، ډېری مهال د خوندیتوب لارښونو ته هم پام نه کېږي.
د تحلیلګرانو شبکې زیاته کړې چې په ګومارنه کې تبعیض هم په دغه هېواد کې د افغان کډوالو یوه ننګونه ده.
د یاد بنسټ په وینا، له خپلو هېوادوالو او د کار له منځګړو سره اړیکې کاري فرصتونو ته لاسرسی اسانه کولی شي، خو افغان کډوال تر ډېره له داسې اړیکو او امکاناتو بې برخې دي.
د مسلکي پرمختګ لپاره د فرصتونو محدودیت هم هغه لامل دی چې افغان کډوال له ایټالیا وځي.
د ګارګرو په ګډون ځينې افغانان، د معاشونو د زیاتوالي او مسلکي پرمختګ د فرصتونو د نشتوالي له امله د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو ته ځي.
د راپور له مخې، پرلپسې کډه کول او په لنډمهالو دندو کې بوختیا په ایټالیا کې د افغانانو د باثباته ټولنو د رامنځته کېدو مخه نیسي.





