یو شمېر افغان کډوال له ایرانه ترکیې ته پر لاره د انسانانو د قاچاق کوونکو له دوکې او باج اخیستنې شکایت کوي. دوی وايي، قاچاق کوونکي د بېلابېلو ژمنو په کولو سره د افغانستان ځوانان هڅوي چې د ایران له لارې ترکیې ته کډوال شي او د هر کس د لېږد په بدل کې له څلورو تر پنځو زرو ډالرو پورې پیسې اخلي. خو د دغو کډوالو په وینا، قاچاق کوونکي د ځینو کسانو د لېږدولو پر ځای هغوی د ایران په دښتو کې پرېږدي او داسې ورته ښيي چې ګواکې د ترکیې خاورې ته رسېدلي دي.
دغه کډوال زیاتوي چې قاچاق کوونکي ځینې کسان برمته نیوونکو ډلو ته سپاري او هغوی له شکنجې، وهلو ټکولو او د مرګ له ګواښونو سره مخ کېږي. د دوی په وینا، برمته نیوونکې ډلې د دغو کډوالو د خوشې کولو په بدل کې له کورنیو پیسې غواړي او خبرداری ورکوي چې که پیسې ور ونه لېږي، کډوال به ووژني. د دوی د ادعا له مخې، یو شمېر ایرانیان په ایران کې د ځینو افغان کډوالو په همکارۍ په دغو دوکو او برمته نیونو کې لاس لري. دوی له افغان ځوانانو غواړي چې د قاچاق کوونکو په ژمنو ونه غولېږي او خپل ژوند او شتمني د ناقانونه کډوالۍ پر لاره له خطر سره مخ نه کړي.
په ایران کې یو افغان کډوال علي له ایرانه ترکیې ته پر لاره د کډوالو د دوکه کولو او ترې د باج اخیستلو زیاتوالی اندېښمنوونکی بولي. هغه وايي، ځوانان د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله خپل هېواد پرېږدي، خو د کډوالۍ پر لاره د انسانانو د قاچاق کوونکو او برمته نیوونکو ډلو ښکار کېږي. د هغه په وینا، دغه کسان له کډوالو سره ترکیې ته د رسولو ژمنه کوي، پیسې ترې اخلي او وروسته یې برمته نیوونکو ته سپاري، څو د هغوی له کورنیو پیسې واخلي.
دغه ځوان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د خپلې تجربې په اړه وايي: «له یوه ملګري سره مې له تهرانه ترکیې ته د تګ لپاره حرکت وکړ. له ډېرو ستونزو وروسته مو یو کس پیدا کړ چې موږ یې له یوه قاچاق کوونکي سره معرفي کړو. هغه څو ځله ژمنه وکړه چې موږ به ترکیې ته ورسوي. موږ هم ورسره هوکړه وکړه چې استانبول ته له رسېدو وروسته به څلور زره ډالر ورکړو. خو کله چې سرحدي سیمو ته ورسېدو، قاچاق کوونکي موږ برمته نیوونکو ته وسپارلو. هغوی موږ وهلو او شکنجه کولو، له کورنیو سره یې مو اړیکې نیولې او ګواښل یې چې که پیسې را ونه لېږي، موږ به ژوندي پرېنږدي. په پای کې، کله چې پوه شول له موږه پیسې نه شي اخیستلای، شتمني یې رانه واخیسته، ویې و وهلو او د ایران په دښتو کې یې پرېښودو.»
په ایران کې یو بل افغان کډوال شفیعجان وايي، هغه د کار موندلو او ترکیې ته د لېږدولو په ژمنې سره د کډوالۍ پر لاره روان شو، خو له پولې تر تېرېدو وروسته له نیول کېدو او وهلو ټکولو سره مخ شو. د هغه په وینا، ځینې کډوال له ترکیې تر اېستل کېدو وروسته هم تهران ته د بېرته ستنېدو پر لاره له داسې کسانو سره مخ کېږي چې د هغوی د لېږدولو په بدل کې پیسې غواړي.
دغه کډوال خپله تجربه داسې بیانوي: «قاچاق کوونکي موږ ته وايي چې له تهرانه موټر ته وخېژئ؛ کله چې زموږ استوګنځي ته ورسېږئ، کار به درته پیدا شي. خو له پولې تر تېرېدو وروسته د ترکیې پولیس موږ نیسي. زه یې ووهلم او د ټوپک په کونداغ، کمربند او لرګي یې ووهلم. نور کسان یې هم داسې وهلي وو چې لاسونه، پښې او پوزې یې ژوبلې شوې وې. ځینې کډوال له سختو ټپونو سره هم مخ کېږي. کله چې له ترکیې وایستل شو، تهران ته د بېرته ستنېدو پر لاره له غلو او هغو کسانو سره مخ کېږو چې تهران ته د رسولو په بدل کې پیسې غواړي. په ایران کې زموږ عاید یوازې زموږ د ورځنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره بسنه کوي او نور نه شو کولای خپلو کورنیو ته پیسې ولېږو.»
شفیعجان ټینګار کوي چې ځوانان باید تر سفر مخکې د لارې له خطرونو خبر شي او له څېړنې پرته د قاچاق کوونکو په ژمنو باور ونه کړي.
په ایران کې یو بل افغان کډوال شکرالله وايي، قاچاق کوونکي له هغه او ملګرو سره یې ژمنه کړې وه چې ترکیې ته د هغوی لېږدول به ډېر اسانه وي، خو له پولې تېرېدل ورته پر یوې خطرناکې تجربې بدل شول.
دغه ځوان له اوښکو په ډکو سترګو پرې د تېر شوي حالت په تړاو داسې وايي: «قاچاق کوونکي له موږ سره ژمنه وکړه چې ترکیې ته لېږدول به مو د اوبو څښلو په څېر اسانه وي او له موږ یې وغوښتل چې مخکې له مخکې پیسې ورکړو. نږدې دوه اوونۍ مو په یوه ډېر خراب کور کې ژوند وکړ. هره شپه به چې ویده شو او سهار به راپاڅېدو، د کور له چته به خاورې او خزلې راپرېوتې. په پای کې یې د یوه شاوخوا ۲۵ متره لوړ دېوال مخې ته بوتلو او راته یې وویل چې ټوپ کړئ. له تېرېدو وروسته پولیسو ولیدو، ویې نیولو او سخت یې ووهلو؛ تر دې چې د تګ توان مې نه درلود. په پای کې بېرته ایران ته ستون شوم او اړ شوم چې خپل ژوند له سره پیل کړم.»
شکرالله زیاتوي چې د هغه د یوه اشنا کورنۍ هم ترکیې ته د تګ لپاره خپل کور او شتمني پلورلې ده، خو لا هم د لېږد په تمه ده او له دې خطر سره مخ ده چې ټوله پانګه به له لاسه ورکړي. هغه وايي: «په قاچاقي توګه تلل د مرګ او ژوند معامله ده. نه لاره درته معلومه وي او نه پر ژبه پوهېږې؛ هم پیسې له لاسه ورکوې او هم کېدای شي خپل منزل ته ونه رسېږې.»
ترکیه اروپا ته د رسېدو لپاره د افغان کډوالو د تګ یوه لاره ده. خو د بېاسناده کډوالو نیول او د کډوالۍ پر لارو د مرګژوبلې پېښې د هغو خطرونو ښکارندویي کوي چې کډوال ورسره مخ دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له پیله د مارچ تر ۲۶مې پورې په دغه هېواد کې ټول ۳۰ زره او ۳۸۰ بېاسناده کډوال نیول شوي چې ۹ زره او ۲۳۷ تنه یې افغانان دي.
په یوه بله پېښه کې د بودروم په ساحلي اوبو کې د کډوالو د لېږدوونکې یوې کښتۍ تر چپه کېدو وروسته ۱۹ افغان کډوال چې یو ماشوم هم پکې و، مړه شول.
دغه شمېرې او پېښې، د کډوالو د دوکه کېدو، باج اخیستنې او تاوتریخوالي پر کیسو سربېره، د کډوالۍ د لارو خطرونه په ډاګه کوي. کډوال له افغان ځوانانو غواړي چې د سفر تر پرېکړې مخکې د دغو لارو له خطرونو ځان خبر کړي او خپل ژوند او شتمني د قاچاق کوونکو په ژمنو ونه سپاري.





