۸صبح، کابل: طالبانو ویلي، پرون ۱۴۳ کورنۍ چې ۶۳۹ کسان کېږي، پر بېلابېلو لارو راستنې شوې دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پنجشنبه د تلې پر ۲۳مه خبر ورکړی چې د نیمروز له لارې ۹۸ کورنۍ افغانستان ته راغلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۲۸ کورنۍ د تورخم له لارې، شپږ کورنۍ د سپینبولدک او ۱۱ نورې د اسلامکلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې بنسټ (FAO) هم ویلي چې د روان کال له پیله تر اوسه له ایران او پاکستانه څه باندې ۱.۲ میلیونه افغانان راستانه شوي دي.
فایو ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ستنېدو پر زیانمنونکو ټولنو فشار زیات کړی دی.





