۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې پرون ۱۵۹ کورنۍ چې ۹۵۵ کسان پکې شامل دي، له ګاونډیو هېوادونو په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت شنبه د تلې پر ۲۵مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۳۳ کورنۍ چې ۱۷۱ کسان پکې شامل دي، د تورخم له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
د دې خبرپاڼې له مخې، ۱۴۷ کورنۍ چې ۷۲۷ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او یوه کورنۍ چې څلور کسان پکې شامل دي، د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته راغلې دي.
د فطرت په وینا، همداراز ۱۴ کورنۍ چې ۵۳ کسان کېږي، د هرات د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.





