۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې پرون له ېلابېلو لارو ۲۳۷ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت شنبه د لړم پر ۹مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تورخم له لارې ۲۹ کورنۍ چې ۱۴۷ کسان کېږي، افغانستان ته راستنې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۱۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۳۸ کورنۍ د نیمروز له لارې او درې نورې کورنۍ د اسلامکلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا هم دوام لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم اعلان کړی چې تورخم ته نږدې تازه نښتې د بېرته راستنېدونکو کډوالو په ګډون د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي.





