نن سبا د افغانانو د مجمع یا لویې جرګې د جوړېدو په هکله خبرې کېږي. د دغې جرګې یوه ننګونه د مدرنو ستونزو لپاره د زړو ابزارو کارونه ده. جرګه قبیله يي دود دی، نه ښاري لار. زموږ د سیمې په تمدني پېر، لږ تر لږه په تېر زرو کلونو کې، یوازې په یوه ځانګړې دوره کې وه او په نورو وختونو کې نه وه او په استثنايي حالاتو کې هم کارنده نه ده تمامه شوې.
د مدرن پېر په پيل له امان الله خان راهیسې د جرګو ناکارايي ډېره روښانه شوه او مشخصه شوه، چې یوازې د وژونکي درد د تسکین لپاره ده. د دې ترمنځ هغه جرګې چې نمایشي وې او د واکمن تر سیوري لاندې ترسره شوې، له ناکامیو سره سره ناوړه جرګې هم وې.
د هېوادوالو رول او هغوی ته د نابالغو په سترګه کتل هم په بهرنیو کړیو او هم په کورنیو ځینو سیاسي کړیو کې د دغه بهیر یوه اساسي ستونزه وه. لږ تر لږه نن سبا هېوادوال د نړۍ له پېښو شېبه په شېبه خبرېږي او په نړۍ کې له هر کس او هر بنسټ سره په مستقیمه یا نامستقیمه توګه اړیکه لري. ژور بدلون زموږ شرایط د دودیزو جرګو له کارايي سره کاملاً متفاوت کړي دي.
جرګه د استثنايي حالاتو د هواري لپاره بېړنۍ حللاره کېدای شي، نه د ټولو فصولو لپاره اساسي حللاره، هغه هم چې استازي يې د نړیوال نظارت او د خلکو په ازادو رایو انتخاب او د هېڅ واکمن د وېرې سیوری پرې نه وي. د عام ولس له شتون او د هغوی له خوا د واک له تفویض پرته هره جرګه که هرې پرېکړې ته ورسېږي، بې ګټې ده، د ځمکې پر مخ په واقعیتونو کې هېڅ بدلون نه راځي.
که جرګه د طالبانو تر سیوري لاندې وشي، یوازې هغه ډله به ځان ته پرې مشروعیت واخیستلی شي، چې په زور پر خلکو واکمنه شوې ده. پيغام به يې دا وي، چې یوه بله وسله واله ډله د جنګ او وژنو له لارې پلازمېنه نیسي، بیا د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ځینې کسان راغونډوي او ځان ته پرې مشروعیت اخلي. دا بې منطقه تسلل د څو نورو نسلونو برخلیک له جنګ او تاوتریخوالي سره غوټه کوي. دا به ناورین وغځوي، قومي دښمنۍ او جنګ به زیات او له دغو ناوړو ورځو څخه د خلاصون بهیر به ځنډنی کړي. د طالبانو راټولېدو ته لبیک ویل پر خلکو له معاملې او څو کسانو ته له غوړه مالۍ پرته چې خونړۍ او توره مخینه لري، بله پایله نه لري.
پکار ده، چې ملګري ملتونه او هم د سیمې هېوادونه او قدرتونه چې د افغانستان په قضیه کې دخیل دي، د دغه هېواد د قضیې د پيچلولو پرځای اساسي حللاره وکاږي. باید د ټولو سیاسي اړخونو په مشوره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر نظر لاندې یوه حللاره جوړه شي. طالبان هم که غواړي ناورین پای ته ورسوي، له دغه بهیر سره یوځای کېدای شي. د دغه بهیر په پيل سره باید کابل غیرنظامي او یوه بې طرفه اداره جوړه او پای کې سرتاسري راڼه انتخابات ترسره او ملي او غیرمتمرکز نظام جوړ شي. د مشروعیت لپاره باید معقوله لار ولټول شي.